۵۱ ورځې وروسته کان کې د دوو بندو تنو مړي راویستل شول

د ویډیو تشریح، ۵۱ ورځې وروسته کان کې د بندو دوو تنو مړي راویستل شول
۵۱ ورځې وروسته کان کې د دوو بندو تنو مړي راویستل شول
د خپرېدو وخت

د بلوچستان شمال ختیځ دکۍ معراج ضلع کې د تېرې مې میاشتې پر څلورمه له تېر بازان او ږلۍ وروسته د سېلاب اوبه یوه کان ته ننوتلې او د قلعه سیف الله سیمې اوسېدونکی عبدالباقي او د هغه د تره زوی شراف خان یې لاندې کړل.

د دوی د مړو رایستلو لپاره کابو هره ورځ د دوی خپلوانو او کان کیندونکو مزدورانو د حشر په توګه کار کاوه چې بالاخره تر ۵۱ ورځو وروسته د کان کیندونکو مړي راوایستل شول.