پاکستان کې د ګوريلا په څېر جامو کې نڅا

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د ګوريلا په څېر جامو کې نڅا
پاکستان کې د ګوريلا په څېر جامو کې نڅا
د خپرېدو وخت

په پاکستاني ودونو کې د ګوریلا جامو کې نڅا اوس پر ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې ده. دا دود له ګاونډي هند څخه پاکستان ته رسېدلی، خلکو یې ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو کې لیدلې دي.

د مراسمو تنظیموونکي اوس له چین څخه د ګوریلا لویې جامې راوړي، دا یوازې په ودونو کې نه، بلکې د زوکړې ورځو او د پوهنتون په مراسمو کې هم په ځانګړې توګه د ځوانانو له خوا کارول کېږي.

د ګوریلا په څېر د جامو اغوستونکي د خلکو په منځ کې په ډېره انرژۍ نڅا کوي، ټوپونه وهي او خپلې سینې وهي.