تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ترکیې ته د ۲۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ایف-۱۶ الوتکو ورکړه تائید کړه
امریکا حکومت ترکیې ته د ۲۳ میلیاردو ډالرو ارزښت ۴۰ نوې ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکول تائید کړي دي. دا د ترکیې لخوا په ناټو سازمان کې د سویډن ګډون له تائید وروسته یوه خورا مهمه سودا ده، چې ځنډول شوې وه.
په تازه سودا کې د ۷۹ هغو ایف-۱۶ الوتکو عصري کولو وسائلو ورکړه هم شامله ده، چې همدا اوس یې ترکیه لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد کانګرېس ته ویلي، چې یونان ته یې هم د اته اعشاریه شپږ میلیاردو په ارزښت د ۴۰ ایف-۳۵ الوتکو ورکولو هوکړه تائید کړې ده. د یادونې ده، چې ترکیې تر یوه کال زیاته موده په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب تائید وځنډاوه، چې له کبله یې په سازمان کې دننه اندېښنې راپورته شوې وې.
ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د دې جیټ الوتکو غوښتنه کړې وه، خو په ناټو کې د سویډن شمولیت تائید ځنډول په دې لړ کې یو لوی خنډ بلل کېده. ترکیې ته هغه څه د اندېښنې وړ و، چې دا هېواد یې له کرد بېلتونپالو سره د سویډن ملاتړ بولي. خو روانه اونۍ بیا د ترکیې پارلمان غړو دا موضوع تائيد او بالاخره ولسمشر رجب طیب اردوغان هم لاسلیک کړه.
له هغه وروسته بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و، چې پر ترکیې د ایف-۱۶ الوتکو پلور باید ''له ځنډ پرته'' تائید شي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، په تور سمندر سیمه کې د ناټو یو کلک سنګر په توګه د ترکیې اهمیت ورسره لا زیات شو.
د امریکا په کانګرېس کې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړی دیموکرات سناتور بین کارډین وايي: ''زما لخوا د ایف-۱۶ پېرلو په هکله د ترکیې غوښتنې تائید د ناټو غړیتوب لپاره د سویډن په تائید پورې مشروط دی.'' د یادونې ده، چې د وسلو لېږد هم د دې کمېټې د تائید اړوند دی.
له دې سره نوموړی زیاتوي: ''خو هېڅ تېروتنه باید و نه کړئ، دا داسې پرېکړه نه ده، چې زه په اسانۍ سره ورته رسېدلی یم.''
نوموړی وايي، د بشري حقونو برخه کې د ترکیې تېر ښه نه دی او دغه راز باید پر اوکرایین د تېري په لړ کې د روسیې احتساب لپاره هم باید ترکیه لا ډېر څه وکړي.
اوس هنګري داسې یو هېواد دی، چې باید په ناټو سازمان کې د هنګري ګډون تائید کړي، خو رپوټونه وايي، دې لړ کې پرمختګ شوی دی.
امریکا پروسږ کال وویل، له هغه وروسته چې اوکراییني پیلوټان د ایف-۱۶ الوتکو چلولو لپاره په بشپړ ډول وروزل شي، له نېدرلنډ او ډنمارکه به دا ډول جنګي الوتکې اوکرایین ته وسپاري.