بي‌بي‌سي د مظاهرو له ځپلو راهیسې لومړی ځل تهران ته تللې

د ویډیو تشریح، بي‌بي‌سي د مظاهرو له ځپلو راهیسې لومړی ځل تهران ته تللې
بي‌بي‌سي د مظاهرو له ځپلو راهیسې لومړی ځل تهران ته تللې
د خپرېدو وخت

د تېرې میاشتې د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو له لوري د حکومت ضد مظاهرو له ځپلو وروسته بي‌بي‌سي لومړی ځل ایران ته تللې. د ایران مشران د اسلامي انقلاب د ۴۷مې کلیزه لمانځي، په تهران کې سړکونه په ملي بیرغونو او سینګارونو ښایسته شوي – خو د مظاهرو د ځپلو لپاره له بې‌ساري زور کارولو وروسته درد لا هم تازه دی. د بشري حقونو فعالانو ویلي لږ تر لږه ۶۴۰۰ احتجاج‌کوونکي وژل شوي، خو خبرداری یې ورکړی چې وروستۍ مرګ‌ژوبله ښایي ډېر لوړه وي. د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشر خبریاله لېز دوسېت له تهرانه راپور ورکوي په دې شرط چې د هغې مواد په بي‌بي‌سي فارسي کې خپاره شنه شي. دا محدودیتونه په ایران کې پر ټولو نړیوالو رسنیو ادارو تطبیقېږي.