تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: ایران دې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند عاملین تعقیب کړي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ایران کې له یوه افغان کډوال زلمي سره د ایراني پولیسو د زور زیاتي وروستۍ رسنیزه شوې پېښه غندلې او د دې پېښې د تعقیب غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، "په ایران کې وروستۍ پېښې چې د یاد هېواد د امنیتي چارواکو لخوا له یو شمېر افغان کډوالو سره شوې دي او د ناوړه چلن ښکارندويي کوي، په کلکو ټکیو د غندنې وړ دي."
طالبانو ویلي، په ایران کې له کډوالو سره دغه ډول چلن سخت اندېښمن کړي او په وینا یې ایران باید د داسې پېښو عاملین تعقیب کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، داسې پېښې د افغان لوري لپاره د سختې خواشینۍ لامل کېږي او باید چاته یې د ترسره کولو اجازه ورنکړل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا بیان په څه ځنډ له یوه افغان تنکي ځوان سره د ایراني ځواکونو د ادعا شوي زور زیاتي چلن، چې درې ورځې مخکې رسنیز شو خپور کړی دی.
پر خواله رسنیو یوې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د ادعا له مخې د پولیسو دوو افسرانو دغه هلک راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولي او بل ورته په داسې حال کې د کورنۍ د ښځینه غړو په مخکې پر غاړه ګونډه وهلی، چې دی چیغې وهي.
په ویډیو کې ښکاري چې د سید مهدي د مور په ګډون راټولې شوې ښځې هم چیغې وهي او د هغه د خوشې کېدو لپاره سوال زارۍ کوي.
دې ویډیو پر خواله رسنیو ډېر غبرګونونه راپارولي او ځینو په ۲۰۲۰ کال امریکا کې پولیسو لخوا د 'جورج فلویډ' په نوم د یوه تور پوستي سړي نیول کېدو ته ورته بللې ده.
د دغې ویډیو له خپریدو وروسته چې ګڼ غبرګونونه یې هم را وپارول د اګست پر اتمه سرچینو بيبيسي ته ویلي و چې یو افغان زلمی چې په ایران کې د عامه نظم ځواکونو لخوا د سخت تاوتریخوالي ښکار او نیول شوی و، اوس بېرته خپل کور ته ستون شوی. سرچینو هغه مهال د دغه تنکي ځوان وضعیت "ښه" بللی و.
مهدي اوس څنګه دی؟
یوه تازه ویډیو کې چې د ایران ځینو رسنیو خپره کړې ښکاري چې مهدي موسوي د مور او ورور تر څنګ ناست دی او ورور یې وايي "له نېکه مرغه د مهدي وضعیت ښه دی او هیڅ ستونزه نه لري."
معلومه نه ده چې دا ویډیو تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې.
له دې مخکې پرون په ټولنیزو رسنیو کې یوه بله ویډيو لاس په لاس کېده چې پکې مهدي موسوي ویده ښکارېده او مور یې وايي، چې د مهدي وضعیت ښه نه دی.
په همدې ویډیو کې د مهدي ورور د هغه د روغتیا په اړه غږیدلی او وايي "مهدي تبې نیولی او په خپل وضعیت کې نه دی."
بي بي سي ته ویل شوي چې د دغې پېښې له رسنیز کېدو وروسته د پولیسو له مرکزه هم څو کسان د 'سید مهدي' کور ته ورغلي او د هغه کورنۍ سره یې ژمنه کړې چې دا قضیه به څېړل کېږي.
وروسته په ایرن کې د افغانستان سفارت یو پلاوی هم د هغه پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغی.
طالبانو ویلي چې له نوموړي کورنۍ سره یې نغدي مرسته هم کړې ده.
د سرچینو په وینا د 'سید مهدي' په نوم دغه ۱۵ کلن هلک ایران کې د بېاسناده افغان کډوال د نیول کېدو او په زور د ایستل کېدو پروسې په لړ کې نیول شوی و.
ظاهرآ دا پېښه تېره اونۍ د ( اګست په شپږمه) د ایران د مازندران د دماوند ولسوالۍ په اب سرد کلي کې شوې ده.
بيبيسي نه شي کولی چې د مهدي د عمر په ګډون د دې پېښې په تړاو د مالوماتو ځینې برخې په خپلواک ډول تایید کړي.
ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي دا پېښه لومړۍ نه ده، بلکې له دې وړاندې هم کډوالو سره د ناوړه چلن یو شمېر پېښې ریکارډ شوې دي او وخت نا وخت یې سختې اندېښنې پارولې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په تازه خپاره شوي بیان کې ویلي "دا ډول چلن د ژورې خواشینۍ وړ دی" او په وینا یې (ځینې له تعصبه ډکې کړۍ هڅه کوي) چې د داسې پېښو څخه په استفادې د کابل او تهران تر منځ مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي.