د طالبانو حکومت دوه زره افغان بندیان له ایراني زندانونو افغانستان ته لېږدولي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې شاوخوا دوه زره افغان بندیان یې د ایران له زندانونو افغانستان ته لېږدولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې د دې بهیر د چټکولو لپاره له ایران سره خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي ویلي چې بهرني بندیانو ګڼ شمېر افغانان دي.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال دا نه دي ویلي چې اوسمهال په ایران کې څومره افغانان بندیان دي، خو یوازې دومره یې ویلي چې د ټولو بهرنیو بندیانو ۹۵ سلنه افغانان دي.

تر دې مخکې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي ول چې په ایران کې د بندیانو شمېر تر ۶ زرو پورې دی.

ډېری یې له پولې د ناقانونه ګرځېدو، جنايي جرمونو او د نشه يي توکو په قاچاق تورن دي او حتی یو شمېر افغانان په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي.

د ایسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د قضایه ځواک د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي البرز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، افغانستان ته د محکوم شویو بندیانو د لېږد لپاره لازمې تدابیر د دوه اړخیزې هوکړې له مخې ترسره کیږي. هغه هيله څرګنده کړې چې سږ کال به په دې برخه کې بريالي شي.

د افغان بندیانو د سپارلو خبرې چټکې شوې دي

هممهاله د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې په ایران کې د افغان بندیانو په اړه د ایراني چارواکو له خوا اعلان شوې فیصدي نه شي تاییدولی، خو ټینګار کوي چې د افغان بندیانو د سپارلو لپاره یې خبرې چټکې کړي.

شاوخوا یو نیم کال مخکې د ایران حکومت ۱۸۹ افغان بندیان او یو بل ځل یې د دغه هېواد له زندانونو ۲۶۸ افغان بندیان خوشې کړل او له افغانستان سره پر پوله یې د طالبانو حکومت چارواکو ته وسپارل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو او همکاریو د ژورتیا او پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام وباله.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د لوی څارنوال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی تهران ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا اقدام له ایراني چارواکو سره د همدې پلاوي د خبرو او هوکړې په پایله کې شوی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله شوې وه.

په ایران کې له بندیانو سره د حکومت چلند او ډله ییز اعدامونه تل د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له خوا تر نیوکو لاندې راغلي وو.

یوه نیمه میاشت مخکې په نړۍ کې د اعدام د سزا په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د اعدامونو په کچ کې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړ او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د ټولو اعدامونو نژدې ۷۵ سلنه په ایران کې ترسره شوي دي.

په عین حال کې د ایران د قضایه ځواک د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د پنځو هیوادونو ترمینځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې ګډې قضایي کمیټې د رامینځته کولو د هڅو خبر ورکړی.

هغه د ایران او عراق ترمینځ د دغه ډول کمیټې رامینځته کیدو ته په اشارې سره ویلي اوس مهال سوریه هم په دغه کمیټه کې شامله شوې ده او تهران له روسیې او افغانستان سره خبرې اترې کوي چې هغوی په دغه کمیټه کې شامل کړي.

دغه ایراني چارواکي هیله ښودلې چې د روان کال تر پایه به دغه پنځه اړخیزه کمېټه جوړه شي، خو نوموړي د دې کمېټې د دندو په اړه څه نه دي ویلي.