تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا چارسمبالی اعلی وزیر محمد اعظم خان مړ شوی
د پښتونخوا چارسمبالی اعلی وزیر محمد اعظم خان پرون د ناروغۍ له کبله په بیړني ډول روغتون ته وړل شوی و خو د روغتیايي وضعیت خرابېدو له کبله یې نن سهار ساه ورکړې.
نوموړی په چارسده کې زېږیدلی و او نن د شنبې په ورځ د ۸۹ کاله په عمر مړ شو.
د پښتونخوا د اعلی وزیر دفتر د هغه مړینه تاييد کړې او په وینا یې "د اعلی وزیر روغتیا پرون ښه نه وه او له کبله یې د کابینې غونډه هم لغوه شوې وه."
د نوموړي دفتر ویلي 'د پښتونخوا اعلی وزیر پرون په اخري ځل رسمي ناسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره لرله، له هغې وروسته یې طبیعت خراب او بیا روغتون ته ولېږدول شو."
په پام کې ده چې د اعظم خان جنازه نن په چارسده کې وشي او جسد یې هم په خپل کورني ټاټوبي چارسده کې خاورو ته وسپارل شي.
د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې او دی یې یو نېک انسان یاد کړی دی.
محمد اعظم خان د پښتونخوا د چارسدې د پړانګ کلي اصلي اوسیدونکی و.
هغه د پېښور په پوهنتون کې قانون لوستی و او نورې زدکړې یې په لندن کې کړې وې.
نوموړی د روان کال د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه د خیبر پښتونخوا د چارسمبالی اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی و.
له دې مخکې اعظم خان په څو نورو دولتي څوکیو له ډلې یې د پښتونخوا د خزانې یا مالیې وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.