'سالنګو کې د واورې لوړوالی تر ۴نیمو مترو رسېږي'
د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې نښلوونکې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بيبيسي ته ویلي، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.
د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم له څو ورځو راهیسې د خرابې هوا، واورې او کنګل له امله بندې دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د هېواد د لویو لارو د ننني وضعیت په اړه ویلي چې د سالنګ د لویې لارې په ګډون، د افغانستان یو شمېر نورې لویې لارې او سړکونه د سختې واورې ورېدو، پرلهپسې توپانونو او واورې او باد له امله په لنډمهالي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د سالنګ په بېلابېلو برخو کې د واورې ضخامت توپیر لري؛ د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې کچه تر ۴ مترو او ۶۰ سانتيمترو رسېږي او په جنوبي برخه کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتيمترو پورې ثبت شوې ده.



