لومړنی افغانالاصله نړیوال لوبغاړی ندیم امیری څومره پېژنئ؟
لومړنی افغانالاصله نړیوال لوبغاړی ندیم امیری څومره پېژنئ؟
د خپرېدو وخت
د نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه افغانالاصله فوټبالر دې سیالیو ته لاره موندلې ده. ندیم امیري، چې د جرمني تابعیت لري او افغانالاصله دی، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې د جرمني د ملي ټیم په جوړښت کې شامل دی.
فوټبال په افغانستان کې له محبوبو لوبو ده، خو د دې هېواد د فوټبال کچه هېڅکله دومره نه ده لوړه شوې چې د نړیوال جام په څېر مهمو نړیوالو سیالیو ته ورسېږي.
خو اوس د جرمني د ملي ټیم په ترکیب کې د ندیم امیري حضور هغه د لومړي افغانالاصله نړیوال جام لوبغاړي په توګه د خلکو د پام وړ ګرځولی دی.



