منځني ختیځ کې کړکېچ؛ د حزب‌الله مشر وايي اسرائیل سره جګړه "نوي پړاو" ته ننوتې

    • Author, هیګو بچېګا
    • دنده, بېروت کې د منځني ختیخ خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د لبنان د پلازمېنې بیروت په سویلي څنډه ضاحیه کې چې د حزب الله مرکز دی، لوی شمېر خلکو چې تور جامې یې اغوستې وې، د 'فواد شکر' په جنازه کې ګډون وکړ.‌

دی د لبنان د دې ځواکمنې ملېشې او سیاسي غورځنګ جګپوړی قوماندان او تر ټولو د لوړې کچې غړی دی، چې له اسرائیلو سره د وروستي کړکېچ په لړ کې وژل کېږي.

د شکر د جنازې ګډونوالو د هغه د څېرې پلا کارډونه او د حزب الله ژېړ او زرغون بیرغونه پورته کړي او د ډلې ځینې شعارونه یې ورکول.

د اسرائیلي پوځ په وینا، شکر د تېرې شنبې پر ورځ د اسرائیلو تر اشغال لاندې په جولان لوړو کې د فوټبال پر یوه میدان د توغندي په برید کې لاس درلود چې ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان یې ووژل.

حزب‌الله که څه هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو پیل کې یې دې سیمې ته پر یوې نږدې پوځي اډې د برید ادعا کړې وه.‌

دې دا احتمال راپورته کړی چې توغندي ښايي خپل هدف خطا کړی وي.

ویل کیږي فواد شکر چې د 'الحاج محسن' په نوم هم پېژندل کېده، د حزب الله د مشر 'حسن نصرالله' ډېر نږدې سړی او پوځي سلاکار و.

د خلکو له راټولېدو سره د حزب‌الله مشر هم په یوه تلویزیوني وینا کې راڅرګند شو.

د هغه وینا له دې کبله په دقت څارل کېده چې که ګوندې د حزب الله د احتمالي راتلونکو ګامونو څرک ترې ولګول شي.

نوموړي د تل په څېر د امنیتي پاملرنو له کبله له پټ ځایه په خپله دې تلویزیوني وینا کې وویل چې له اسرائیل سره جګړه "نوي پړاو" ته ننوتې ده.

هغه زیاته کړه چې دښمن باید ځواب ته انتظار وباسي، ځکه د نوموړي په وینا له "سرو کرښو" تېر شوی دی.

د حزب‌الله مشر دا هم وویل چې د دوی ځوابي اقدام به د اسرائیل لخوا د ملکي استوګنې پر ودانیو له برید سره متناسب وي.‌

د حسن نصرالله له خبرو که څه هم داسې برېښېده چې دا ډله له اسرائیلو سره یوې بلې لویې جګړې ته لېوالتیا نه لري. خو دا اندېښنې لا هم نشی ردېدای چې داسې یوه جګړه دې پیل شي.

دلته له راټولو شویو کسانو یوه راته وویل "زه له جګړې نه ډارېږم. موږ هر هغه څه ته چمتو یو چې شیخ نصرالله یې پرېکړه وکړي."

له یوه بل چې مې پوښتل ایا باورمن دی چې حزب‌الله به غچ واخلي، نو په "ان‌شاءالله" یې ځواب راکړ.

د سې‌شنبې پر ورځ د فواد شکر وژنې دا وېره ډېره کړې چې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ نسبتآ محدوده شخړه کېدای شي پر یوه داسې تمام عیاره جګړه واوړي چې لمن یې ټول منځنی ختیځ په ځان کې رانغاړلی شي.

د یادونې ده چې پر شکر برید د دوو ځوانو وروڼو په ګډون شپږ نور کسان هم وژلي وو.

حزب الله وايي، د تېر اکتوبر اوومه پر اسرائیلو باندې د حماس له برید یوه ورځ وروسته پیل کړی کمپاین یې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دی.

د دې ډلې ډېر بریدونه او د اسرائیلو ځوابي اقدامات تر اوسه تر ډېره د لبنان او اسرائیل ترمنځ پولې ته په ورڅېرمه پرتو سیمو پورې محدود پاتې شوي دي.

اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې حزب‌الله ته چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، د حماس پرتله د ډېر پیاوړي دښمن په سترګه ګوري.

دا ډله د نسبتآ پرمختللو وسلو پراخه زېرمه لري چې بریدګر ډرونونه او دقیق لارښودي توغندي هم پکې شامل دي چې د اسرائیل زړه کې د اهدافو په نښه کولو توان لري.

که له حزب‌الله سره جګړه پېښېږي نو ښايي سیمه کې د ایران له ملاتړه نورې برخمنې ډلې هم، چې تهران یې غړي د "مقاومت محور" بولي، پکې ورښکېلې شي – د بېلګې په ډول د یمن حوثي غورځنګ او په عراق کې فعالې شیعه ملېشې.

پخپله ایران هم ګواښ کړی چې چارشنبه په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو "سخت غچ" به واخلي.

هغه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو مراسمو لپاره ایران ته تللی و،‌ چې د سې او چارشنبې ترمنځ پر شپه ظاهرآ په یوه هوايي برید کې په نښه شو.

ایران او حماس اسرائیل د برید مسوول بللي، خو د بنیامن نتنیاهو حکومت پرې غلی دی.

دې وژنې د اسرائیلو او حماس ترمنځ غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو لپاره د روانو خبرو بریالیتوب او احتمالي هوکړې ته ضربه رسولې ده.

په داسې حال کې چې اسرائیل ځان د اسماعیل هنیه او فواد شکر د وژنو احتمالي غبرګونونو ته چمتو کوي، د دغه هېواد پوځ ویلي چې دوی هر ډول سناریو لپاره چمتو دي.

په هره توګه د نصرالله په وینا کې که څه هم لکه څنګه چې یې تمه کېده، د اسرائیلو خلاف توندې خبرې وې، خو داسې څه ترې نه ښکارېدل چې لا دې یوه لویه جګړه رانږدې وي.