د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو ډلو تر منځ شخړو کې ۳۰ کسان وژل شوي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي- اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې دا شخړه پنځه ورځې مخکې د سنیانو او شیعه ګانو د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې وه، چې وروسته یې فرقه یي بڼه خپله کړه.

ویل کېږي، تر اوسه پورې د دې شخړې د مخنیوي لپاره حکومتي هڅې او د ځايي مخورو جرګې، مرکې ناکامه شوې دي.

د پاړه چنار سیمې ځايي روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان بي بي سي ته وویل، تر اوسه پورې دوی ته ۲۸ مړي او تر ۱۰۰ پورې ټپیان وروړل شوي دي.

ډاکتر حسن جان وايي، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، خو په خبره یې دوی سره د لارو تړل کېدو له کبله د دارو، درملو د کمښت اندېښنه ده.

بل لور د صدې په نامه سیمې ملکي روغتون مسوولینو هم د یوه مړي او ۱۵ ټپیانو وروړل کېدو تائید کړی دی.

هلته په کورمه کې عیني شاهدان وايي، نن پنځمه ورځ هم نښتې روانې وې او د دواړو لوریو لخوا درنې او سپکې وسلې کارول شوې دي.

شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوې، خو وروسته د شاوخوا بوشهره، ملي خېل، ډنډر، بالش خېل، صده، کونج عليزی، مقبل، پېواړ او ترمنګل سيمو ته هم غځېدلې ده.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

ځايي خبریال عدنان حیدري بي بي سي ته وویل، ځايي چارواکو او د سیمې مخورو څو ځله د اوربند لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه درلوده.

د کورمې پولیسو افسران بیا ادعا کوي، چې نن د اوربند په رامنځته کولو بریالي شوي دي. د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، بوشهره او ډنډر سیمو ته پوځيان او پولیس هم د امنیت ټینګښت په موخه رسېدلي دي او هڅه کوي، چې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو سنګرونه په خپل کنټرول کې راولي.

ځايي مسوولینو د تاوتریخوالي کمولو په موخه په بګن نومې سیمه کې کورمې ته غځېدلې لویه لار تړلې په سیمه کې انټرنېټي خدمتونه هم غیرفعال شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي بیا اندېښنه څرګندوي، چې که دا لار همداسې تړلې پاتې شي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به سیمه د دارو، درملو او خوړو له کمښت سره مخامخ شي.

د یادونې ده، چې ځايي مسوولینو د ناامنیو له کبله ډېورنډ لاین ته څېرمه دې پرته سیمه کې د خرلڅۍ سیمه کې افغانستان ته غځېدلې لار هم د تګ، راتګ لپاره تړلې ده.

منظور

د عکس سرچینه، facebook

د سیمې یوه مشر او مدني فعال عبدالخالق پټان بي بي سي ته وویل، چې شخړه په لومړي سر کې د ځمکې پر سر پیل شوې وه، خو د نوموړي په خبره د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د (منفي) تبلیغاتو له کبله لویه او فرقه‌ييزه بڼه یې خپله کړه.

نوموړی ادعا کوي، چې ځايي مسوولینو هم په دې لړ کې غفلت کړی دی.

دی زیاتوي په دې سیمه کې مخکې هم له دې کبله چې حکومت یې پر وخت د حل لپاره مناسب اقدام نه کوي، کوچنۍ ستونزې لویې شوې دي.

ښاغلی پټان وايي، له همدې کبله یې د پېښور پریس کلب مخې ته پرلت هم پیل کړی دی.

د یادونې ده، چې د عبدالخالق پټان تر څنګ ځینو نورو مدني فعالانو هم د کورمې پېښو په هکله اندېښنه څرګنده کړې او پر چارواکو یې نیوکې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خواله رسنۍ فېسوبک له لارې په یوه پیغام کې ویلي، په کورمه کې جګړه روانه ده، خو د مخنیوي لپاره یې چارواکي نه خو خپل مسوولیت ترسره کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې سیمې ته ورشي او د روغې، جوړې راوستلو هڅه وکړي.