د امریکا استازو جرګې ته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتولو په تړاو یوه قانوني طرحه وړاندې شوې

د خپرېدو وخت

د امریکا په استازو جرګه کې د دواړو لویو ګوندونو یو شمېر استازو په ګډه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتولو په تړاو یوه قانوني طرحه وړاندې کړې ده.

که ومنل شي، دا قانون به هغو لسګونو زرو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي مېشتېدنې لار برابره کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته بېول شوي دي.

په هغوی کې زرګونه کسان اوس ځکه له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، چې په امریکا کې د اوسېدو لپاره ورته یوازې دوه-کلن بشري اجازه لیکونه ورکړ شوې او د دایمې مېشتېدنې څرګنده لاره ورته نه ده ټاکل شوې.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په ګډون د بشري حقونو فعالانو د کانګرس د یو شمېر غړو د تازه ګام هرکلی کړی او پر دغې شورا یې غږ کړی، چې دغه طرحه په یوه خوله ومني.

په ورته مهال د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناغوښتونکي یې تازه دغه هېواد ته ور لېږدولي دي.

د کډوالو چارو وزیر، شان فریزر، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغو کډوالو په ډله کې تر ډېره هغه افغانان وو، چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره کار کړی او یا د بشري حقونو فعالان وو، چې په وینا یې له خپلو کورنیو سره یې په یوه کرایه-کړې الوتکه کې د کاناډا ګالګري ښار ته بېولي دي.

هغه همداراز ویلي، چې حکومت یې له ژمنې سره سم تر اوسه نژدې پینځه-دېرش زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدولي او ژمنه یې کړې، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به دا شمېر څلوېښت زرو کسانو ته ورسېږي.

کاناډا د امریکا او بریتانیا ترڅنګ له هغو هېوادونو یو دی چې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته یې خپله خاوروه کې لسګونه زره افغانانو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې وه.

د یادونې ده چې د نړۍ په څو هېوادونو کې زرګونه افغانان کاناډا او نورو هېوادونو د تګ لپاره په تمه دي.

له دې ډلې یو زیات شمېر افغانان پاکستان ته تللي دی. څه موده وړاندې پاکستان کې مېشتو کډوالو د هغو ستونزو له امله چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي، لاریون وکړ.