شهباز شریف: د مې ۹ دې توره ورځ یاده شي
شهباز شریف: د مې ۹ دې توره ورځ یاده شي
د خپرېدو وخت
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونه نه زغمي. ښاغلي شریف دا خبره داسې مهال کړې چې پاکستان کې د تېر ۲۰۲۳ کال مې د نهمې له لاریونونو یو کال وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لاهم په زندان کې دی.
نن د دغې کلیزې د لمانځلو په مناسبت مظاهرې پلان شوې وې. شهباز شریف وايي، د مې نهمه باید د تورې ورځې په توګه په یاد وساتل شي.
۷۱ کلن پخوانی کرېکټر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د تېر کال په همدې ورځ ونیول شو او اوس هم د راولپنډۍ په یوه زندان کې دی.
افتخار خان پرې رپوټ لري.



