پوهانو ۲۰۰۰ کاله وړاندې ښیښې ته د انسان د دماغ د اوښتو راز وموند

د عکس سرچینه، Guido Giordano
- Author, جورجینا رنارډ
- دنده, د اقلیم او ساینس خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په یوه حیرانوونکې علمي موندنه کې پوهانو وموندله د یو ځوان دماغ، چې ۲۰۰۰ کاله مخکې د ویزووف اورشیندي د چاودنې پر مهال مړ شوی و، ښیښې ته اوښتی دی. دا بدلون د اورشیندې خاورې له ډېرې تودې ورېځې رامنځته شوی او دا ښیښهيي دماغ په ښه ډول ساتل شوی و.
دا څېړنه هغه وخت پیل شوه چې ساینسپوهانو په ۲۰۲۰ کال کې د ښیښې ټوټې وموندلې. دوی ګومان کاوه چې دا به یو متحجر شوی دماغ وي، خو هغوی نه پوهېدل چې دا شیشه څنګه جوړه شوې او کوم عوامل د دې بدلون لامل شوي دي.
پوهانو د قرباني په کوپړۍ کې د نخود د دانې په اندازه د تورې شیشې ټوټې وموندلې. دا قرباني شوی یو شل کلن ځوان و، چې د ۷۹ میلادي کال د اورشیندي د چاودنې پر مهال اوسني ناپولي ښار ته نژدې وفات شوی و.
اوس ساینسپوهان باور لري چې یوه اورشیندې ورېځه، چې حرارت یې ۵۱۰ درجې سانتيګراد ته رسېده، د دې ځوان دماغ په بشپړ ډول پوښلی، هغه یې ویلې کړی او بیا په چټکۍ سره سړه شوې، چې ښیښې ته ددماغ د اوښتو لامل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
هیرکولانیوم او ګاونډی پومپيي ښارونه د ویزووف اورشیندي د سختې چاودنې له کبله په بشپړ ډول ویجاړ شول، چېرې چې تر شلو زرو پورې خلک اوسېدل. د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو پاتې شوني موندل شوي دي.
اوس ساینسپوهان باور لري چې د تودو ایرو ورېځه لومړی له ویزووف راکوزه شوه او ښايي د ډېرو مړینو اصلي لامل همدا وه.
ورپسې، یو تېزخوځنده ګازي سوځنده او د اورشیندي موادو پدیده، چې "اورشیندې څپې" هم ورته ویل کېږي، رامنځته شوه، چې د ټولې سیمې د لاندې کېدو لامل شو.
متخصصین باور لري چې د اورشیندو ایرو ورېځې د دې سړي دماغ ښیښې ته واړاوه، ځکه چې د اورشیندو څپو (پایروکلاسټیک فلو) نه کافي لوړه تودوخه درلوده او نه هم په کافي سرعت یخه شوې وه.
د ښیښې د جوړېدو لپاره ځانګړي حرارتي شرایط لازم دي، چې په طبیعي توګه د انسان له مداخلې پرته ډېر کم رامنځته کېږي.
د دې لپاره چې یوه ماده ښیښې ته واوړي، باید د هغې او د شاوخوا چاپېریال ترمنځ د تودوخې یو لوی توپیر موجود وي.

د عکس سرچینه، Guido Giordano
دا نادره پېښه د نړۍ یوازینۍ پېژندل شوې بېلګه ده، چې پکې د انسان نسج یا کومه بله عضوي ماده په طبیعي توګه، پرته له دې چې شرایط ورته برابر شي، ښیښې ته اوښتي وي.
د روم درېیم پوهنتون پروفیسور ګویدو جیوردانو بيبيسي نیوز ته وویل: "موږ باور لرو ځانګړي شرایط، چې موږ یې د دماغ د (وټرېفیکېشن) یا ښیښې ته د اوښتو د ترسره کولو لپاره بیا رامنځته کړل، دا ډېره ګرانوي چې د دې ښیښې نورې ورته پاتې شوني پیدا شي، خو بیا هم دا ناممکنه نه ده."
هغه زیاته کړه: "دا یوه بېسارې موندنه ده."
د دې دماغ څښتن یو سړی و، کله چې اورشیندی په ناڅاپي ډول وچاودېد، دا سړی د یوې ودانۍ د ننه چې "کولیجیم" نومېده په خپله بستره کې مړ و او د رومي ښار هیرکولانیوم په اصلي سړک کې یې موقعیت درلود.
پوهانو چې د ښیښې کومې ټوټې وموندلې، اندازه یې له ۲-۱ سانتيمتره نیولې تر څو مليمېترو پورې وه.

د عکس سرچینه، Guido Giordano
ماده باید ډېر ژر یخه شي په داسې حال کې چې لا هم په مایع بڼه وي، تر هغه چې کلکه شي، کریستالیزه نه شي. همدارنګه، د هغې تودوخه باید له شاوخوا چاپېریال څخه ډېره لوړه وي.
څېړنیز ټیم د ایکسری انځورګریز او الکتروني میکروسکوپ تخنیکونه وکارول چې دا پایله تر لاسه کړي مخکې له دې چې د چټک یخېدو پړاو ته ننوځي، د دغه دماغ تودوخه باید لږ تر لږه ۵۱۰ درجې سانتيګراد ته رسېدلې وي.
پوهان باور نه لري چې د دې سړي د بدن نورې برخې هم ښیښې ته اوښتي وي.
یوازې هغه مواد چې یو څه مایع لري، ښیښې ته اوړي، په دې مانا چې هډوکي کنګلېدلی نه شي.
احتمالاً نور نرم انساج، لکه داخلي غړي، کله چې کافي یخ شوي، د تودوخې له امله بشپړ تخریب شوي، چې دې یې ښیښې ته د اوښتو مخه نیولې.
پوهان باور لري چې د کوپړۍ هډوکي د دماغ لپاره یو څه ساتنه برابره کړې.
دا څېړنه په علمي ژورنال ساینتیفیک رپورټس کې خپره شوې، چیرې چې څېړونکي خپلې موندنې نورو متخصصینو ته وړاندې کوي.
دا څېړنه په علمي ژورنال ساینټیفیک رپورټس کې – چې یوه علمي خپرونه ده او څېړونکي خپلې موندنې نورو متخصصینو ته وړاندې کوي - خپره شوې ده.





















