رانا ثناءالله: د طالبانو حکومت باید د 'ټي‌ټي‌پي' غړي کنټرول کړي'

رانا ثناءالله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رانا ثناءالله: ''افغان حکومت دا دریځ لري چې هغوی یعنې د 'ټي‌ټي‌پي' ملاتړ نه کوي، خو موږ له هغوی [حکومت] نه ګیله من یو ځکه چې 'ټي‌ټي‌پي' غړي چې کله زموږ هېواد ته راځي، نو دلته د امنیت په تړاو مسلې پیدا کېږي''.‌
د خپرېدو وخت

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو حکومت تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو یا 'ټي‌ټي‌پي' په کنټرول کې پاتې راغلی.‌

رانا ثناءالله تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت غواړي د 'ټي‌ټي‌پي' مخه ونیسي، خو ځینې کمزورتیاوې لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله امریکا غږ اردو څانګې سره افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، پر طالبانو دا پور نه شي پوره کولی چې ګنې د 'ټي‌ټي‌پي' ملاتړ کوي،‌ خو د دې ډلې مخنیوي کې ځینې کمزورتیاوې لري.

''افغان حکومت دا دریځ لري چې هغوی یعنې د 'ټي‌ټي‌پي' ملاتړ نه کوي، خو موږ له هغوی [حکومت] نه ګیله من یو ځکه چې 'ټي‌ټي‌پي' غړي چې کله زموږ هېواد ته راځي، نو دلته د امنیت په تړاو مسلې پیدا کېږي.‌ څه ناڅه دوه میاشتې وړاندې موږ ته د افغانستان حکومت ویلي وو چې د 'ټي‌ټي‌پي' غړي به له پولې لیرې لېږدوي چې په دې ډول یې پاکستان ته لاسرسی کم شي.

په دې لړ کې شاید افغان حکومت پړ ونه شو ګڼلی،‌ خو ویلی شو چې په دې برخه کې دا حکومت کمزوری دی، هغوی باید د 'ټي‌ټي‌پي' غړي کنټرول کړي''.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د رانا ثناءالله ددې ادعا په اړه بي بي سي ته وویل، دوی پوره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي.

"موږ له پاکستاني اړخ سره وخت-نا وخت لیدنې او کتنې لرو او موږ ویلي چې د افغانستان پرضد نه استعمالېږي او موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد پرضد وکاروي. ددې لپاره ټول هغه اړین ګامونه اخلو چې لازم وي".

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

'افغان او پاکستاني طالبان پخه ملګرتیا لري'

د پاکستان حکومت وايي د پاکستاني طالبانو ډله افغانستان کې ده، له هماغه ځایه پاکستان کې د ننه عملیات کوي.

د ځینو یې پاکستاني طالبانو مسؤلیت منلی. د پاکستان د یوه نا دولتي بنسټ تازه موندنې ښيي چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې پاکستان کې بریدونه ۷۳ سلنه ډېر شوي دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو کې کابل کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې هڅې وشوې، خو بریالۍ نه وې.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي د پاکستاني طالبانو د مخنیوي برخه کې څرګندونې کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، پاکستاني طالبانو د طالبانو له حکومت سره د مخکیني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده.

هغه یوه مرکه کې زیاته کړې وه چې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره پخه ملګرتیا لري او کابل کې له طالب چارواکو سره د لیدنو پرمهال ورته معلومه شوه چې افغان طالبان په داسې دریځ کې نه دي چې د پاکستاني طالبانو پرضد ګام واخلي.