د افغان-قزاق د سوداګریزو راکړو ورکړو سل میلیون ډالري ارزښت

د ویډیو تشریح، د افغان-قزاق د سوداګریزو راکړو ورکړو سل میلیون ډالري ارزښت
د افغان-قزاق د سوداګریزو راکړو ورکړو سل میلیون ډالري ارزښت
د خپرېدو وخت

افغان او قزاقي سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار کې د تولیدي توکو په یوه نندارتون کې تړونونه لاسلیک کړي دي.

پرون سه شنبه د درې ورځني ګډ نندارتون وروستۍ ورځ وه چې د افغان-قزاق فورم په نوم یادېده، ویل شوي چې ویل شوي په دې درېیو ورځو کې د دواړو خواوو مجموعي ارزښت څه باندې سل میلیون ډالرو ته رسېږي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال بي‌بي‌سي ته ویلي، له طالبانو سره د صنعتي چارو، د ځمکې لاندې سرچینو د پراختیا او ټرانسپورټ په برخو کې همکاري کوي.

زموږ همکار پاینده څرګند الماتا کې ددې سوداګریزې غونډې له ځایه نور حال راکوي.