تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال نړیوال جام کې د ازبکستان لوبډلې ګډون ته د دغه هېواد د خلکو خوښي
په ازبکستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ځوانان، د فوټبال په نړیوال جام کې د خپلې ملي لوبډلې دویمې سیالۍ ته شېبې شمېرې.
ټاکلې د ازبکستان لوبډله نن (سېشنبه د جون ۲۳مه) د کابل پر مهال د شپې ۹:۳۰ بجې د متحدو ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې له پرتګال سره مخامخ شي.
دوی دواړه په (کې) ګروپ کې لوبېږي. پرتګال خپله لومړۍ سیالي له کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره ۱-۱ مساوي کړې، خو له ازبکستان لومړۍ لوبه کولمبیا د یوه پر وړاندې په درېیو ګولونو ګټلې وه.
دا لوبه پرتګال او ازبکستان دواړو ته مهمه او حذفي پړاو ته رسېدو لپاره برخلیک ټاکونکې ده.
دې سیالۍ ته له دې کبله هم ډېر خلک منتظر دي، چې د پرتګال د فوټبال ستوری کرسټیانو رونالډو ټوله نړۍ کې میلیونونه مینهوال لري.
د یادونې ده چې ازبکستان سږکال په لومړي ځل د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې. د بيبيسي فیروز رحیمي چې ازبکستان کې دی، وايي دغه هېواد کې ځای ځای د فوټبال د نړیوال جام سیالیو نندارې لپاره لوی سکرینونه لګول شوي او ازبکان پر دې ډېر ویاړي چې له مرکزي اسیا په لومړي ځل یوازې دوی دغه جام ته لار موندلې.