بریتانیا څو ځله خپل لومړی وزیر بدلوي؟

بریتانیا څو ځله خپل لومړی وزیر بدلوي؟
د خپرېدو وخت

له ۱۷۲۱ کال راهیسې، ۵۸ کسانو د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. ځینې یې د ټاکنو له بایللو وروسته له دندې وتلي، ځینې د فشار له امله استعفا ته اړ شوي او ځینې ان د دندې پر مهال مړه شوي دي. د کېیر سټارمر له استعفا سره، بریتانیا به په یوازې څه باندې یوه لسیزه کې اوه لومړي وزیران لیدلي وای، چې د معاصر سیاست په تاریخ کې د واک د بدلون غیرمعمولي لوړه کچه بلل کېږي.