د کولمبیا زلزله؛‌خلک له لوېدونکو ودانیو تښتي

د ویډیو تشریح، د کولمبیا زلزله؛‌خلک له لوېدونکو ودانیو تښتي
د کولمبیا زلزله؛‌خلک له لوېدونکو ودانیو تښتي
د خپرېدو وخت

وروسته له هغې چې د کولمبیا په لوېدیځ کې د ۷.۴ درجې په کچه زلزله وشوه، د ډېرو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د زلزلې مرکز د چوکوی سیمې په سان خوسې دل پالمر کې و او اټکل کېږي چې د ځمکې په ۸۸ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

د زلزلې لړزې د ټول هېواد په بېلابېلو سیمو کې احساس شوې دي. په څو ښارونو کې ودانۍ تخلیه شوې دي، په داسې حال کې چې چارواکي د اوښتو زیانونو اندازه ارزوي. د راپورونو له مخې، په څو نړېدلو ودانیو کې خلک بند پاتې دي.

د دغې زلزلې لړزې په ګاونډیو هېوادونو، وینزویلا، اکوادور او پاناما کې هم احساس شوې دي. دا زلزله له هغې پېښې څه کم دوه میاشتې وروسته رامنځته کېږي چې دوو پرله‌پسې زلزلو د وینزویلا ځینې سیمې سختې ویجاړې کړې او له ۶۱۰۰ ډېر کسان یې ووژل.