اوکرایین د برېښنا بېرته نښلولو لپاره هڅې کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په اوکرایین کې د ژمي له رسېدو او سړې هوا سره هممهاله، یو شمېر انجنیران د برېښنا کوټونو د توربینونو د هغه برخو په جوړولو بوخت دي چې د روسیې په وروستیو هوايي بریدونو کې وېشتل شوي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي د امنیتي دلایلو له امله اجازه نه لرو، ووایو چې چېرته یو.

پرون (د پنجشنبې په ورځ)، مسکو له دوو اونیو څخه په کمه موده کې د اوکرایین د انرژۍ په زیربناو خپل دویم پراخ بریدونه وکړل.

په روان کار کې لس دا ډول بریدونو د انرژۍ پر ټول سیسټم ستر بار اچولی دی.

اوکرایین تر دې وړاندې د (جي ډبیلو۹) برېښنا تولید وړتیا له لاسه ورکړې وه. دا د تېر ژمي د تودوخې په موسم کې د لګول شوې برېښنا نیمایي برخه ده.

د بي بي سي خبریال وايي، له موږ څخه وغوښتل شول، د هغه بند په اړه ونه وایو چې ورغلي یو او د پنجشنبې په ورځ په بریدونو کې په نښه شوی دی.

د اوکرایین د نورو برخو په څېر دا بند هم د لسیزو زوړ د برېښنا تولید مرکز دی چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پرې شوې دي او په هر ځای کې یې د روسیې له خوا د ویجاړۍ نښې لیدل کېږي.

اوکرایین جګړه: پوتین په کیېف کې د پرېکړې پر مرکزونو د برید ګواښ وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د ده په خبره پر پرېکړه کوونکو مرکزونو د روسیې د نویو بالسټیک توغندیو برید کولو ګواښ کړی دی. پوتین په اوکرایین کې د انرژۍ پر مرکزونو د روسیې پوځ له ''پراخو'' بریدونو څو ساعته وروسته دا څرګندونې کړې.

ولسمشر پوتین د تېرې شپې بریدونه د اوکرایین هغو بریدونو ته غبرګون بللی، چې د ده په وینا ''پرلپسې'' یې د روسیې په خاوره کې دننه د امریکايي اټاکمس ډوله توغندیو پر مټ کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي بیا خبرداری ورکړی، چې د روسیې هر ډول ''باج اخیستنې'' ته به ''سخت ځواب'' ورکړل شي.

اوکرایین پوځ په ۲۰۲۲ کال د روسیې ځواکونو له یرغل وروسته لومړی ځل تېره اونۍ د امریکايي اټاکمس او بریتانوي سټورم شاډو توغندیو پر مټ د روسیې په خاوره کې دننه ګوزارونه وکړل.

تېره شپه تر څو ساعتونو پورې پر اوکرایین د روسیې بریدونو دوام وکړ او د دې هېواد په لر او بر کې توغندي او ډرون الوتل. دا په روانه میاشت کې دا ډول دویم لوی برید دی.

د دې بریدونو له کبله د مرګژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو په اوکرایین کې یې له یو میلیون ډېر خلک له برېښنا بې برخې کړل.

ولسمشر زېلینسکي وايي، روسیې په دې بریدونو کې خوشه يي بمونه کارولي دي، چې په خبره یې ''خوشه يي سرګلولې په ځانګړې توګه د روسیې خطرناکه وسله ده، چې د مرستندویانو او بیارغاونې د کارکوونکو چارې ستونزمنوي.''

بل لور د روسیې ولسمشر وايي، په دې بریدونو کې د ۹۰ توغندیو او ۱۰۰ ډرونونو تر څنګ (اوریشنیک) ډوله نوي بالسټیک توغندي هم شامل وو، چې د پوتین په وینا هدف ته له رسېدو مخکې یې پېژندنه یا موندل شوني نه دي.

امریکايي چارواکي وايي، داسې احتمال شته چې روسیه لږ شمېر تجرباتي اوریشنیک توغندي لري او که غواړي چې دا ډول نور توغندي چمتو کړي، دا به وخت ته اړتیا ولري.

تېره شپه په اوکرایین کې څه تېر شول؟

له دې مخکې نن پنجشنبه د اوکرایین چارواکو وویل، روسیې تېره شپه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پرې کړي او د هېواد برېښنا زیربناوې یې په نښه شوې.

په ټول هېواد کې د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي، په ختیځ کې له خارکیېف، لېرې لوېدیځ لوتڅک او په سوېل کې اودېسا څخه د ورځې تر ناوخته پورې د چاودنو رپوټونه ورکول کېدل.

د اوکرایین د انرژۍ وزیر هېرمن هلوشینکو په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "د انرژۍ سکتور یو ځل بیا د دښمن تر لوی برید لاندې دی."

په اوکرایین کې د برېښنا بېړنی کمی لا دمخه موجود و. اوکراییني چارواکو څه موده مخکې خبرداری ورکړی وو، روسیه د ژمي په اوږدو کې د برېښنا پر زېربناوو د همغږو بریدونو د ترسره کولو لپاره کروز او بالستیک توغندي ځای پر ځای کوي.

د اوکرایین د بشري حقونو لپاره د پارلمان کمېشنر دیمیترو لوبینیتس وايي، د روسیې دغه اقدامات پوځي معنا نه لري.

په اوکرایین کې د تودوخې درجه ورځ تر بلې ټیټېږي او په دغه هېواد کې لا دمخه د کال لومړۍ واوره شوې ده، خو د اوکرایین د مشهور سخت ژمي بشپړ ځواک لاهم نه دی احساس شوی.

د رپوټونو له مخې په "لوویف" ښار کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان له برېښنا بې برخې شوي دي.

که روسیه د اوکرایین د انرژۍ پر سیسټم د هېواد په کچه دا بریدونه جاري وساتي، لکه څنګه چې په تېر ژمي کې یې کړي، ښايي دا هېواد یو ځل بیا څو میاشتې د برېښنا نه شتون له ننګونو سره مخ شي.

روسیه وايي، تېره شپه یې ۲۵ اوکراییني بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي

د روسيې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد هوايي دفاعي سيسټم تېره شپه په څلورو سيمو کې د اوکرايین ۲۵ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، څوارلس بې پیلوټه الوتکې په سوېل د کراسنودار په سیمه کې، شپږ په لوېدیځ براینسک، درې د مسکو سره یوځای شوې کریمیا او دوه په سوېلي روستوف سیمه کې ویجاړې شوې دي.

د کراسنودار سیمه ییز والي وینیمین کوندرتییف تېره شپه په ټیلیګرام کې لیکلي، دوې ولسوالۍ د شپې په اوږدو کې د "ډرون له لوی برید" سره مخ شوي. هغه وويل، يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

د اوکرایین هوايي ځواک نن سهار په ټول هېواد کې د "د توغندیو د خطر له امله" د هوایي برید خبرداری ورکړی دی.