د ښارونو نړیواله ورځ: اقلیمي بدلون ښاري ژوند څومره اغېزمن کړی؟

کابل

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

نن د اکتوبر ۳۱ د ښارونو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ له ۲۰۱۳ کال راهیسې لمانځل کېږي او موخه یې دا ده چې د ښاري ژوند په اړه د لیوالتیا د ډېرو ترڅنګ هغو ننګونو ته هم پام وشي چې په ښارونو کې د وګړو د ډېریدو له امله رامنځ ته کېږي.

ملګري ملتونه وايي د ښاري ژوند له پراخېدو سره خلک په ښارونو کې له بې وزلۍ، نا انډولۍ او چاپیریالي ستونزو سره مخامخ دي، ځکه نو غواړي چې ځوانانو ته واک ورکړل شي چې د اقلیمي بدلونه د ناوړه اغېزو کمولو لپاره پرېکړې او اقدامات وکړي.

ملګري ملتونه وايي تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي چې له دې امله به د نورو ستونزو ترڅنګ د اقلیم د بدلون برخه کې هم لویې ننګونې رامنځ ته شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۶۰ سلنه خلک په ښارونو کې اوسي او په دوی کې به تر ۶۰ سلنې پورې هغه کسان وي چې عمرونه به یې له اتلسو کالو کم وي.

بي‌بي‌سي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ښارونو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د ځوانانو وسمنول کولای شي چې د اقلیمي بدلون برخه کې چارې چټکې کړي او په دې برخه کې پام وړ پرمختګ وشي.

کارپوهان ټینګار کوي چې که ځوانانو ته د اقلیمي بدلون د مخنیوي برخه کې د پرېکړو او اقداماتو واک ورکړل شي، ښايي د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو کمولو لپاره نوښتونه او پرمختګ وکړي. "ځوانان د اقلیمي بدلون، بدلوونکي" سږکال د ښارونو د نړیوالې ورځې ناره هم ده.

افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له زیات زیان سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو له پلوه شپږ هېواد دی.

د دغه سازمان عمومي اسمبلې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۳۱مه د ښارونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.