د بشري حقونو څار سازمان: د مرستو کمښت او پر ښځو د طالبانو بندیزونو د میلیونونه افغانانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

د خپرېدو وخت

د بشري حقونو څار سازمان وايي، افغانستان کې پر ښځو د طالبانو "سخت بندیزونه" او د بهرنیو مرستو "چټک کموالي" د دغه هېواد روغتیايي سیستم اغېزمن کړی دی.

دغه سازمان نن دوشنبه د فبرورۍ پر ۱۲مه په خپل خپور شوي رپوټ کې ویلي، دغو محدودیتونو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی او په زیاتېدونکې توګه د سختې خوارځواکۍ او طبي پاملرنې نشتون سره تړلي د نورو پېښېدونکو ناروغیو لامل شوی.

د دغه سازمان په ټکو، "د طالبانو ناوړه تګلارې او کړنو دا کړکېچ لاپسې زیات کړی. د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو بندیز د ښځينه روغتیايي کارکوونکو روزنه بنده کړې، چې دا به په نږدې راتلونکي کې د ښځينه روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي."

یاد سازمان په دغه رپوټ کې چې "د افغانستان د روغتیا پاملرنې ناورین" تر نامه لاندې یې خپور کړی ویلي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ له پنځلسمې وروسته افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي سقوط روغتیايي زیربناوو ته هم زیان اړولی دی.

"د بشري مرستو کمولو برخه کې د بسپنه ورکوونکو پرېکړو روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی کم کړی، اقتصاد یې بې ثباته کړی او د خوړو خوندیتوب ته یې هم زیان اړولی دی."

دغه سازمان همدا راز ټینګار کړی چې، د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۱۸ دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوونکي استازي باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند وغندي او پر دوی فشار راوړي چې، د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز په ګډون دې ټول هغه محدودیتونه لیري کړي، چې له امله یې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د بشر حقونو څار سازمان د دوحې په ناسته کې له ګډون کوونکو استازو دا هم غوښتي، چې د اوبو مدیریت او بانکدارۍ سیسټمونو په ګډون دې افغانستان کې د هغو ټولو ستونزو بنسټیز حل ولټوي، چې د دغه هېواد اقتصادي ثبات یې زیانمن کړی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو غبرګون هم ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سربېره یې هم څه و نه ویل.

افغانستان کې د تېر شل کلن جمهوري حکومت پر مهال هم روغتیايي سیسټم پر نړیوالو مرستو ولاړ و، خو پر واګو د طالبانو له واک وروسته د دغو مرستو له بندېدو سره لا پسې زیانمن شو.

د بشر حقونو څار په سازمان کې افغانې څېړونکې فرشته عباسي د دغو اندېښنو په اړ ویلي، "د بهرنیو پرمختیايي مرستو له لاسه ورکول او د طالبانو له خوا د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول په افغانستان کې د روغتيايي پاملرنې برخه کې د ناورین لامل شوی، چې په نا مناسب ډول یې ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي. "

نوموړې همدا راز زیاته کړې، "طالبانو روغتیايي پاملرنې ته د ښځو لاسرسی په شدت سره محدود کړی، داسې حال کې چې دغه هېواد کې درملنې او درملو ته لاسرسې اوس د ډېرو خلکو په وس پوره نه ده."

راتلونکی ناورین

د بشر حقونو څار سازمان په دغه رپوټ کې د ۲۰۲۳ کاله له فبرورۍ د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ میاشتې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې افغان او بهرنیو مرستندویه چارواکو او روغتیايي کارکوونکو او نورو هغو کسانو سره خبرې کړي، چې روغتيايي پاملرنې د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

دغه سازمان د یوه ۵۴ کلن سړي له خولې چې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی ویلي، "له هغه وخت راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، زما د درملو بیه نږدې دوه برابره لوړه شوې، دا د هر هغه چا په وس پوره نه ده چې دنده نه لري."

یاد سازمان وايي، د طالبانو حکومت د روغتیايي پاملرنې لپاره لږه بودیجه ځانګړې کړې، بشري سازمانونه د دې تشې د ډکولو لپاره مبارزه کوي چې د افغانانو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳،۷ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه ده بشري مرستو ته اړتیا ولري.

سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونه لا هم زیانمنونکو ته ژغورونکي خدمتونه وړاندې کوي، خو نه شي کولی ټول هغه اړین خدمتونه وړاندې کړي چې پخوا به بسپنه ورکوونکو له لوري ترسره کېدل.

دغه سازمان افغانستان کې معلولیت لرونکو وګرو ته په اشارې چې په نړۍ کې لوی شمېر لري ویلي، د روغتیايي پاملرنې ناورین تر ټولو ډېر اغېزمن کړي دي.