افغانستان کې د روغتيايي سيستم کړکېچ

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د دغه هېواد اقتصاد له لویه سره پر بهرنیو مرستو پایېده.

د روغتیايي خدمتونو لویه برخه د نړیوال بانک پر مالي مرستو چلېده.

خو څه باندې درې مياشتې وړاندې، کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، دا هر څه یو دم بدل شول. ډېری کارکوونکو ته له څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او خبرداری ورکوي چې درمل په خلاصېدو دي.