شهباز شریف: پاکستان په ځانګړي ډول بلوچستان او پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې د ګاونډیو هېوادونو ځمکه د دوی خلاف کارېږي او د ده په ټکو دا یو "منظم سازش" دی.

هغه د کوم هېواد نوم وانخیست خو په ښکاره یې اشاره افغانستان ته وه.

هغه چې نن (چارشنبه) یې د کابینې غونډې ته خبرې کولې وویل د ترهګرۍ په پېښو کې نظامي او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې ده.

ښاغلي شهباز شريف چې په اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډې ته خبرې کولې افغانستان ته په اشاره وويل چې "په دې اړه د خبرو اترو لپاره ورته څه موده وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ورغلی و او اوس هم ورسره په اړیکه کې دی. "

ښاغلي شهباز شريف د افغانستان د نوم له اخېستو پرته وویل "د دغه هېواد په لسګونه زره کډوال يې د څلويښتو کلونو پورې پاللي او کله يې دا نه دي ويلي چي په اقتصاد يې بوج دی او د هغې سربېره دوی ته په بدل کې زیان رسېږي چې د هغوی له خاورې تحريک طالبان پاکستان فعاليت لري او پاکستان کې ناامني جوړوي."

شهباز شريف زياته کړه، "دا ورته د زغملو نه ده او غواړي چې دغه معامله د خبرو اترو له لارې حل شي، ځکه چي د ده په ټکو د سیمې پرمختګ او سوکالي د ټولو له امن سره تړلې ده."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شهباز شريف تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې دا ډول تورونه رد کړي او په ځلونو يې ويلی چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکاروي.

د پاکستان د مرکزي کابينې په دغه غونډه کې د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند تحریک انصاف په اړه هم خبرې وشوې. ښاغلي شريف په ياد ګوند سختې نيوکې وکړې او ادعا يې وکړه چې دغه ګوند د هېواد په بې ثباتۍ کې ښکېل دی.

ښاغلي شريف وويل، د تحريک انصاف ګوند رسمي ټولنيزو رسنيو کې د پوځ، د پوځ د مشر او د هغه د کورنۍ پر ضد خبرې کېږي چې په وينا يې دا د زعملو وړ نه دي.

د کابينې له غونډې وړاندې هم پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه موضوع تاوده بحثونه روان وو. دوه ورځې وړاندې د پوځ د عامه اړيکو ادارې آی اېس پي آر مشر په ټولنيزو رسنيو د پوځ خلاف کمپاين چلونکيو ته د "ډيجيټل ترهګرو" نوم ورکړی و او ويلي يې وو چې د دوي هم د "عامو ترهګرو په څېر پوځ هدف ګرځوي".

د پوځ د ادعاوو په ځواب کې د تحريک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه خپل پيغام کې ويلي، "د پاکستان نوي سلنه خلک د دوي د ګوند سره ولاړ دي او دغه ټولو ته د ډيجيټل ترهګرو ويل د پوځ او عامو خلکو تر منځه واټن زياتوي او دا کرکه پيدا کول په کار نه دي."

ښاغلي عمران خان له پاکستانه د بنګله ديش بېلېدو ته په اشاره ويلي وو، "چې په ۱۹۷۰ یمو کلونو کې هم پوځ د ابادۍ د يوې لويې برخې پر ضد عمليات کړي وو چې ښې پايلې يې نه درلودې د هغه په ټکو اوس هم که د ابادۍ ډېره برخه ترهګر وبلل شي نو د دې هېواد لپاره دا خطرناکې پايلې لرلی شي."