د اسرائیلي پوځیانو له خوا د دریو برمته شویو کسانو وژل کېدل

د ویډیو تشریح، د اسرائیلي پوځیانو له خوا د دریو برمته شویو کسانو وژل کېدل
د اسرائیلي پوځیانو له خوا د دریو برمته شویو کسانو وژل کېدل
د خپرېدو وخت

غزه کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا د دریو اسرائیلي برمته شویو له وژل کېدو وروسته پر حکومت یې فشارونه زیات شوي. خلک تل ابیب کې سړکونو ته راوتلي او د وژنو پر ضد یې لاریون کړی. لاریونوالو د اسرائیلو له حکومته غوښتي، چې حماس سره د بند پاتې کسانو د خلاصون لپاره دې خبرې اترې وکړي. د اسرائیلو پوځ څرګنده کړه چې درې یرغمل شوي، د دوی د سرتېرو لخوا په ډزو وژل شوي وو. د رسمي پلټونو لومړنۍ موندنې ښيي، چې پر دې کسانو د پوځ د اصولو د سرغړونې له امله ډزې شوې وې. یوه اسرائیلي سرتېري هغه مهال ډزې وکړې، چې درې کسان د غزې ښار څنډه کې له یوې ودانۍ راووتل، کمیسونه یې نه وو او دی پرې شکمن شو.