د وزیر هېښونکې مړینې، روسانو ته د شوروي مهال ور یاد کړ

    • Author, سرګي ګوریاشکو
    • دنده, د بي بي سي روسۍ څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د روسیې د ټرانسپورټ پخواني وزیر رومن سټاروویټ مړینه - چې جسد یې دوشنبه د هغه له ګوښه کېدو څو ساعته وروسته وموندل شو له اوکرایین سره د روانې جګړې په اوږدو کې د دغه هېواد خلکو ته ټکان ورکونکې وه.

دغه ۵۳ کلن وزیر په خپل موټر کې د شکمني ځان وژنې له ټپه مړ شوی، خو د هغه د مړینې کره وخت نه دی مالوم. د روسیې د سوداګرۍ خپرونې فوربس راپور ورکړی چې سټاروویټ له موندل کېدو ورځ وړاندې مړ شوی و.

که د هغه ځان وژنه تائید شي، دا به له تېرو ۳۰ کلونو ډېره موده کې د وزیر په کچه د ځان وژنې لومړنی پېښه شي. په ۱۹۹۱ کال کې، د کورنیو چارو وزیر بوریس پوګو د ولسمشر میخایل ګورباچوف پر وړاندې په ناکامې کودتا کې له ګډون وروسته ځان وژنه کړې وه.

د سټاروویټ کیسه د شوروي بل کورنیو چارو له وزیر نیکولای شیلوکوف له برخلیک سره ډېر ورته ده. شیلوکوف د فساد، غلا او له واکه ناوړې ګټې اخیستنې تورونو سره مخ او له دندې ګوښه شو. نوموړی په ۱۹۸۴م کال کې یوه ورځ وروسته له هغه چې ټول دولتي اعزازونه ورڅخه واخیستل شول، ځان وواژه.

په اپرېل کې، د سټاروویټ پخوانی مرستیال، الیکسي سمیرنوف، په کرسک کې د هغه ځای ناستی وټاکل شو - خو یوازې څو اونۍ وروسته په دفاعي فنډونو کې د یو میلیارد روبلو (۱۲.۸ میلیون ډالرو) بډو په تور ونیول شو.

سټاروویټ له کال کمه موده د ټرانسپورټ وزیر په توګه دنده ترسره کړه. له دې مخکې، هغه له پنځو کلونو ډېر وخت لپاره د کرسک سیمې والي و. له والي توبه تر ګوښه کېدو لږ وروسته، د کرسک یوه برخه د ۲۰۲۴م کال په اګسټ کې په ناڅاپي یرغل کې اوکراین ونیول. له روسیې یې کابو اته میاشتې ونیولې چې بېرته ټول اوکرایني ځواکونه له کرسک وباسي.

هغه قضیې چې بندیان پکې د خپلو مشرانو پر ضد شاهدي ورکوي د روسیې په قضايي سیسټم کې خورا عامې دي. نیول شوي چارواکي، په دې هیله چې له لوړ پوړو چارواکو سره د دوی اړېکې به یې وژغوري او یا به بهر ته په تېښته بریالي شي، شپې او ورځې سبا کوي.

د روسیې ورځپاڼې کومرسانت او د سوداګرۍ خبري اژانس آر بي سي په وینا، د سټاروویټ پر وړاندې جرمي قضیه پیل کېدونکې وه. د کومرسانت په خبره، د هغه پخواني مرستیال سمیرنوف هم د هغه پر وړاندې شاهدي ورکړې وه.

په روسیه کې په تېره لسیزه کې، لسګونه چارواکي د درغلیو او اختلاس په تور تورون او توقیف شوي دي، خو له پروسږ کال راهیسې، په دغه هېواد کې په دفاعي لګښتونو کې د اختلاس په تور د نیولو قضیې زیاتې شوې دي.

د جولای په لومړیو کې، د روسیې پخوانی مرستیال دفاع وزیر، تیمور ایوانوف، د اختلاس او پیسو مېنځلو په تور په یوې لویه قضیه کې په ۱۳ کاله بند محکوم شو.

د سټاروویټ مړینه په روښانه توګه د نیول کېدو تر ګواښ لاندې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ، مخ په زیاتېدونکي وېره څرګندوي، ځکه دوی د برائت ورکولو ټېټې کچې او په جزایي قوانینو کې له سختو شراېطو ښه خبر دي.

دا ډول مرموز شراېط خلکو ته د سټالین دوره ور یادوي. په هغه دوره کې چارواکو له نېول کېدو او بیا اعدامېدو له وېرې ځان وژنه غوره ګڼله.

د اوکراین له لورې د کرسک سیمې یوه برخه نیول د ولادیمیر پوتین وقار ته ګوزار و، نو یو څوک یې باید له دې امله پړ ګڼلي وای، خو بیا پوښتنه دا وه چې د دغې ناکامۍ مسؤل جنرالان او که ملکي چارواکي یاد شي؟

نو اوس ښکاري چې سیسټم وروستی کس ته د سزا ورکولو پرېکړه کړې، ځکه رومن سټاروویټ په داسې موقعیت کې ځان وموند، چې د هغه اوسېدو سیمه شغال شوې وه.