نوی "زومبي فنګس" وموندل شو

د ویډیو تشریح، نوی "زومبي فنګس" وموندل شو
نوی "زومبي فنګس" وموندل شو
د خپرېدو وخت

ساینسپوهانو د برازیل د اټلانټیک ځنګل کې د "زومبي فنګس" یو نوی ډول پېژندلی دی.

دا پرازیت، چې د خپل ارغواني رنګ او د موندنې ځای له امله Purpureocillium atlanticum نومول شوی، د ټراپ‌ډور غڼیو پر بدنونو برید کوي. دغه غڼې د ځمکې لاندې ژوند کوي او د ښکار د نیولو لپاره پورته ځمکه کې جالونه یا تلک جوړوي.

فنګس له مړې شوې غڼې څخه راوتي او پورته ځمکه کې ځنځیري تخمونه خوشي کوي، چې بیا نورې غڼې پرې اخته کوي.