د هند او پاکستان ترمنځ شخړه: 'د پي‌اېس‌اېل پاتې لوبې د پاکستان پر ځای اماراتو کې کېږي'

کرېکټ‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان کرېکټ بورډ (پي‌سي‌بي) تایید کړې چې په دغه هېواد کې د کرېکټ سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) د روانو سیالیو پاتې لوبې متحدو عربي‌ اماراتو کې کېږي.‌

پي‌سي‌بي ویلي د دغو لوبو د ترسره کېدو د ځای، لوبغالو او مهالوېش کره جزییات به وروسته خپاره شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ (د مې ۸مه) د راولپنډۍ لوبغالي ‌کې د پېښور زلمي او کراچي کېنګز لوبډلو ترمنځ د پي‌اېس‌اېل پلان شوې لوبه وځنډول شوه.‌

تر هغې لږ ورمخکې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې یو هندی ډرون د راولپنډۍ لوبغالي ته څېرمه پر یوه سړک چې خوراکي‌توکي پرې پلورل کېږي،‌ رالوېدلی دی.‌

د پاکستان د کرېکټ‌ بورډ مشر مسحن نقوي چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر هم دی، ادعا کړې چې په راولپنډۍ کې دا برید د کرېکټ‌ لوبغالي هدف ګرځولو لپاره شوی او موخه یې د ده په وینا دا ده چې د پاکستان سوپر لیګ روانې سیالۍ اغېزمنې کړي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر د هند دا اقدام "غیرمسوولانه او خطرناک" بللی دی. هغه ویلي پي‌سي‌بي تل پر دې دریځ‌ درېدلی چې سیاست او لوبې باید جلا وساتل شي.‌

ښاغلي نقوي وویل "د دې لپاره چې زموږ کورني او بهرني لوبغاړي چې زموږ ګران او قدرمن مېلمانه دي، د هند له احتمالي بې‌دلیله بریده وساتلی شو، نو متحدو عربي‌ اماراتو ته د پاتې سیالیو د لېږدېدو پرېکړه شوې ده."

هند کې د ای‌پي‌اېل د یوې لوبې لغوه کېدل

ای‌پي‌ایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دهرمشالا کې د پنجاب کېنګز او ډیلي‌ کپیټلز ترمنځ‌ سیالۍ کې یوازې ۱۰ اووره لوبه وشوه

د یادونې ده چې تېره ورځ (د می ۸مه) د هند د کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) یوه لوبه هم نیمه تمامه پاتې شوه.

د پنجاب کېنګز او ډیلي‌ کپیټلز ترمنځ‌ دا لوبه د هند په شمال کې د هماچل پردېش ایالت په دهرمشالا ښار کې روانه وه خو د ۱۰ اورونو له ترسره کېدو وروسته ودرول شوه.‌

د هند کرېکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي چې دا سیالي د "سترې تخنیکي ستونزې" له کبله لغوه شوه.

په دغه بیان کې ویل شوي چې 'په سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو له کبله د لوبغالي د څراغونو په یوه څلي کې ستونزه رامنځ ته شوه.‌'

خو دا خبر داسې مهال ورکړ شو چې د هماچل پردیش په ګاونډ کې د هند تر ادارې لاندې له کشمیره د څو سترو چاودنو رپوټونه خپاره شول.