له طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمنانو د کار جدي غوښتنه
له طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمنانو د کار جدي غوښتنه
د خپرېدو وخت
ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو یې په ټینګه غوښتنه کړې چې د دې ټولنې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د کار لپاره دفترونو ته لاړې شي.
روزماري ډيکارلو وايي، که څه هم د طالبانو حکومت له وزیرانو سره په کتنو کې یې په دې اړه “رسمي ځواب نه دی تر لاسه کړی” خو زیاتوي چې "لا هم هیله منه ده چې د پام وړی پایلې" تر لاسه شي.
اغلي ډيکارلو چې شاوخوا دوه کاله وروسته کابل ته تللې وه، له حفيظ الله معروف سره خبرې کړې دي. د دې مرکې بشپړه بڼه وروسته خپرېږي.



