د افغان ښځو کړاو؛ "هره شېبه داسې انګېرئ لکه په زندان کې چې یئ"
د افغان ښځو کړاو؛ "هره شېبه داسې انګېرئ لکه په زندان کې چې یئ"
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د شاوخوا ۲۱ ميليون ښځو ژوند لا نور په سختېدو دی. د طالبانو حکومت د 'امر بالمعروف او نهی عن المنکر' قانون له کبله چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې نافد کړ، ډار او اندېښنې په خپرېدو دي.
دا طالب کړنلار وايي که ښځې له کورونو وځي، بايد خپل مخونه او بدنونه په بشپړه وپوښي، او غږونه یې بايد عامه ځايونو کې وانه ورېدل شي.
ځينو ښځو له دې سره سره چې له خطر سره مخامخ وې، غږ پورته کړی او د بي بي سي يوګيتا ليمايي ته يې د خپل کړاو کیسه کړې ده.
موږ يې پېژندلګوي پټه کړې او خبرې یې هم په پردي غږ دي. د بهرنيو خبريالانو لپاره له افغانستان راپور وکول پرله پسې سختېږي. دا د يوګيتا ليمايي راپور دی، چې کامرې خبريال سنجې ګنګولي او پروډيوسرې اېموجن انډرسن سره يې په ګډه جوړ کړی دی.



