د انساني پرېوان یا جوړې قاچاق: طبي فضله مواد که در درملنې لپاره معجزه؟

    • Author, اسد صهیب
    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز اردو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
  • خبرداری: په دې مقاله کې د انسان د نسجونو انځورونه دي چې ښايي ځینو کسانو ته د خوښې وړ ښکاره نه شي.

پاکستان کې د یوې هغې شبکې په اړه پلټنې روانې دي چې شک پرې کېږي د زړښت ضد ستنو د جوړولو لپاره له روغتونونو د انسان د پرېوان یا زیلانځ (پلاسنټا) په قاچاق کې لاس لري.

د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) دغه شبکه تورنه کړې چې هره میاشت د هېواد له بېلابېلو روغتونونو شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه پرېوانونه/زیلانځې اخلي.

د فدرالي پلټنو ادارې په وینا، دغه پرېانونه وچ کېږي او تر پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د تېرې میاشتې په پای کې، د هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې چاپې پر مهال چارواکو په یوه ناقانونه پروسس مرکز کې ۵۰۰ کیلوګرامه هغه مواد وموندل چې باور کېږي د انسان پرېوانونه دي او په تړاو یې پنځه کسان ونیول شول.

هغه انځورونه چې ادارې له بي‌بي‌سي اردو سره شریک کړي، ښيي چې وچ شوي پرېوانونه د یوې کورنۍ ودانۍ دننه پتنوسونو کې اېښودل شوي دي. د ادارې په وینا، دغه کور د پرېواننو د زېرمه کولو او پروسس کولو په یوه مرکز بدل شوی و.

د پاکستان د انساني غړو د زرع کولو یا لګولو ادارې یوې چارواکې حنا کنوال بي بي سي اردو ته ویلي، دغو پنځو مشکوکو کسانو په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې روغتونونو ته د هر انساني پرېوان په بدل کې شاوخوا ۲.۹۰ امریکايي ډالره ورکول. د هغې په وینا، دا کار د روغتونونو د ځینو مسؤلانو له همکارۍ پرته ناشونی و.

د فدرالي پلټنو اداره (FIA) وایي، دغه پرېوانونه بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل او د زړښت ضد ستنو په جوړولو کې به کارېدل، چې د هرې یوې بیه یې شاوخوا ۲۵۳۰ امریکايي ډالره وه.

د حنا کنوال په وینا، د ښکلايي جراحۍ په برخه کې د انساني پرېوانونو غوښتنه او تقاضا ډېره ده، خو پاکستان کې د هغو پېر او پلور غیرقانوني دی.

پاکستان کې که څوک د سوداګریزو موخو لپاره د انسان د غړو په راټولولو مجرم وپېژندل شي، تر لسو کلونو پورې د بند او تر ۳۶۰۰ امریکايي ډالرو پورې د نغدي جریمې له سزا سره مخامخ کېدای شي.

د فدرالي پلټنو اداره وایي، د دغې شبکې فعالیتونه د لاهور او پېښور په ګډون نورو لویو ښارونو ته هم غځېدلي دي.

اداره همداراز د کډوالۍ د چارو د چارواکو، د کثافاتو د مدیریت د شرکتونو او ځینو روغتونونو د احتمالي همکارۍ په اړه هم پلټنې کوي.

د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) یوه چارواکي بي بي سي اردو ته ویلي، دې ادارې تر دې مخکې هم "د انسان د غړو د ناقانونه لېږد او پیوند" پر ضد څو اقدامات کړي دي، خو دا لومړۍ قضیه ده چې پکې "د انسان د پرېوانونو په سوداګرۍ کې ښکېله یوه منظمه او نړیواله شبکه" شامله ده.

چارواکي وایي، دغو پنځو شکمنو کسانو په لومړي سر کې ادعا کړې وه چې دوی د مېږو له پرېوانونو/ زیلانځو سره کار کوي، خو له نورو پوښتنو او پلټنو وروسته یې ومنله چې دا د انسان پرېوانونه وو.

په یوه جلا پېښه کې، د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر کې د FIA چارواکو ۱۰۰ کیلوګرامه انساني پرېوانونه ونیول چې ویتنام ته لېږدول کېدل.

په ویتنام کې د دغو موادو کارول په محصولاتو کې منع دي، که څه هم د حیواناتو پرېوانونه کارول کېدای شي.

د فدرالي پلټنو ادارې اوس تر دې دمه ټولټال نهه کسان نیولي چې شک پرې کېږي د انساني پرېوانونو په سوداګرۍ کې لاس لري؛ ټول نیول شوي کسان لا هم په توقیف کې دي.

صدف طارق، چې په پاکستان کې د ښځینه ناروغیو متخصص دی وایي د پرېوانونو د له منځه وړلو لپاره سخت مقررات شته، ځکه دا "په لوړه کچه ساري طبي کثافات" ګڼل کېږي.

هغه بي بي سي اردو ته ویلي، د ماشوم له زېږېدو سملاسي وروسته پرېوان جلا کېږي او په یوه ژېړه بایوهازارډ کثافاتو کڅوړه کې په کلکه تړل کېږي، چې پرې د پرېوان د موجودیت نښه لګېدلې وي.

هغه وایي: "وروسته دا د زېږون له خونې یا د عملیاتو له خونې د روغتون د مرکزي سړې خونې ته لېږدول کېږي"، چې د خرابېدو او بد بوی مخه ونیول شي.

طارق وایي، پرېوان یوازې تر ۲۴ ساعتونو پورې ساتل کېدای شي.

هغه زیاتوي: "له دې وروسته ټول پتالوژیک کثافات، لکه پرېوان، د سوځولو د معیاري طبي پروسې له لارې له منځه وړل کېږي. که هغه دولتي روغتون وي او که شخصي، د له منځه وړلو لپاره یې همدا یوه طریقه کارول کېږي."

طارق وایي، دا کار د حکومت له خوا منظور شويو د کثافاتو د مدیریت شرکتونو له لوري ترسره کېږي.

کله چې کوم روغتون دا ډول مواد دغو شرکتونو ته سپاري، منظم ثبت یې ساتل کېږي او چارواکي دغه ریکارډونه په منظم ډول څاري.

دودیز درمل کارول

پرېوان (پلاسنټا) یو لنډمهاله غړی دی چې د میندوارۍ پر مهال په رحم کې وده کوي او په رحم کې د ماشوم ژوند ته دوام ورکوي.

پرېوان د نامه د غوټۍ (ناف) له لارې له ماشوم سره تړلی وي، اکسیجن او خوراکي مواد ورته رسوي او همداراز کثافات ترې لرې کوي.

په طبیعي زېږون کې، پرېوان د ماشوم له زېږېدو لږ وروسته د زېږون له لارې بهر کېږي. د سیزرین عملیاتو پر مهال، ډاکټران پرېوان په جراحي ډول لرې کوي.

خو ځینې خلک باور لري چې پرېوان، چې په پروټین، اوسپنې او غوړو بډای دی، د لویانو لپاره هم غذايي ارزښت لري.

د پرېوان اوبه او مواد له پېړیو راهیسې په بېلابېلو کلتورونو کې په دودیزه درملنه کې کارول شوی دی.

د امریکا مېشتې د بازار د څېړنې شرکت پولاریس (Polaris) د معلوماتو له مخې، د پرېوان قانوني نړیواله سوداګري چې اوس یې ارزښت له ۷۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو ډېر دی، تمه ده چې تر ۲۰۳۴ کال پورې له ۱.۴ میلیارد ډالرو واوړي.

پولاریس وایي، دا وده د خنزیر، پسونو، اسونو او انسانانو د پرېوان د استخراج د زیاتېدونکې غوښتنې له امله رامنځته کېږي.

د پولاریس مشر شنونکی نیتین تامبې وایي: "پرېوان یوازې د میندوارۍ پر مهال مهم نه دی؛ بلکې په درملو او ساینس کې هم په یوه مهم عنصر بدل شوی دی."

هغه زیاتوي: "له ماشومانو د تغذیې څخه نیولې، تر طبي درملنو او د ښکلا د نوښتونو پورې، د دې بالقوه ارزښت لا هم د ودې په حال کې دی."

په عجیبه توګه، د پرېوان د اصلي موخې په پام کې نیولو سره چې د ژوند په لومړنیو پړاوونو کې د ژوند ساتنه ده، د دې استخراج څخه جوړېدونکي ډېر محصولات د زړښت له تړلو ستونزو لپاره کارول کېږي، چې پکې دا شامل دي:

  • ګونځې
  • د وېښتانو تویېدل
  • د حیض بندېدل (مینوپاز)
  • شنډوالی
  • د بندونو ناروغۍ (ارترایتس)

خو پرېوان، چې د ښځینه هورمونونو لکه اسټروجن او پروجېسټرون لوی مقدار لري، د ډېرو درملو په جوړولو کې کارول کېږي، چې ځینې خلک یې له زېږون وروسته د خپګان د درملنې لپاره کاروي.

همداراز دا په هغو ناروغیو کې هم کارول شوی چې دودیزې درملنې پکې محدود بریالیتوب لري، لکه د بدن د معافیتي سیستم ناروغۍ او عصبي اختلالات؛ د بېلګې په توګه فلج (سټروک)، اوږدمهاله ستړیا، پارکینسن، ملټيپل سکلروسیس، عضلاتي کمزوري (مسکلر ډیسټروفي)، او همداراز د ځیګر ناروغۍ، کرون ناروغي او حتی سرطان.

طارق وایي: "څېړنې هم ښيي چې پرېوان په هغو درملو کې ګټور تمامېدای شي چې د اوسپنې د کچې لوړولو او د زېږون وروسته د وینې د کموالي د درملنې لپاره جوړېږي."

دا هم په ګولیو او ستنو بدل شوی، چې ځینې کسان وایي د بدن د نسجونو په بیا رغونه کې مرسته کولی شي.

طارق وایي: "په ځانګړې توګه د پرېوان داخلي طبقه د ودې د عواملو (growth factors) د ځانګړتیاوو له امله پېژندل کېږي. دا د جراحي درملنو په برخو کې هم کارول کېږي، لکه د ژورو ټپونو، سختو سوځېدنو، زخمونو او د سترګو د ټپونو درملنه."

خو د دغو طریقو تر شا علمي شواهد یو شان نه دي، او په ټوله نړۍ کې یې مقررات هم له یو بل سره توپیر لري.

جاپان بایو پروډتس کمپنۍ په ټوله اسیا کې د خوړو د بشپړوونکو موادو په توګه د ۱۰۰ سلنه پوډر شوي پرېوان کپسولونه صادروي. د ځایي بازار له غوښتنې سره سم، د دې ځینې محصولات د انسان له پرېوانه او ځینې نور د خنځیر یا اس له پرېوانه جوړېږي.

د جاپان بایو پروډکټس د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (ASEAN) مدیر، وینسټن اوی ویلي: "اسیایان عموماً د پرېوان پر بنسټ جوړو شويو محصولاتو په اړه ډېر خلاص نظر لري، ځکه ځینې یې - لکه چینایان په حقیقت کې د پرېوان د خوړلو سابقه لري."

هغه زیاته کړې: "په انلاین فضا کې د لا ډېرو معلوماتو د شتون له امله، خلک د پرېوان له محصولاتو سره ډېر بلد شوي او غوښتنه یې مخ په زیاتېدو ده."

د چین ناقانونه سوداګري

په چین کې، سره له دې چې د انسان د پرېوان د سوداګریز پلورلو بندیز شته، تازه انساني پرېوان لا هم په پټو بازارونو کې او د بېلابېلو نومونو تر سیوري لاندې په ځینو انلاین پلټفارمونو کې پلورل کېږي.

یوه انلاین پلورونکي د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دی یو انساني پرېوان په ۵۰ امریکايي ډالرو په لوړه بیه پلوري.

هغه دولتي تر کنټرول لاندې ورځپاڼې ته ویلي: "که ډېر واخلئ، بیه یې ۴۰ ډالرو ته راکمولی شم.

موږ دا خام مواد په هر کیلوګرام کې په ۳۰ ډالرو اخلو."

حقوقي کارپوه جانګ بو دې ورځپاڼې ته ویلي، نیول شوي کسان عموماً د خپلو ناقانونه عوایدو له پنځو برابرو په کمه اندازه جریمه شوي دي.

هغه زیاته کړې: "که جریمه، د بېلګې په توګه، د ناقانونه عوایدو ۵۰ برابره لوړه شي، سرغړوونکي به ښايي د خپل جرم د لګښت په اړه دوه ځله فکر وکړي."

یاؤ، چې د چین د مرکزي هونان ولایت په یوه دولتي روغتون کې د دودیزې چینايي درملنې درمل جوړونکی دی، ګلوبل ټایمز ته ویلي: "په لرغونې دودیزه چینايي درملنه (TCM) کې، د انسان پرېوان تر ډېره د بدن د معافیت د پیاوړتیا، یا د سالنډۍ او برونکایټس د درملنې لپاره کارول کېده."

خو د شانګهای د خلکو د روغتون د ښځینه ناروغیو متخصص ډاکټر هوانګ چنګ‌شېنګ دې ورځپاڼې ته ویلي، "د ناپاکو جفتونو د خوړلو له لارې د ناروغیو د اخته کېدو امکان هم شته"، ځکه دا کېدای شي د اېچ‌آی‌وي، هیپاټایټس بي او سفلیس په څېر ویروسونه ولري.

ډاکټر هوانګ زیاته کړې، سره له دې، "ډېرې نوې میندې غوره ګڼي چې خپل پرېوانونه له ځان سره کور ته یوسي او ویې خوري"، پر ځای د دې چې له منځه یووړل شي.

یوې نوې مور دې ورځپاڼې ته ویلي، د هغې مور او خواښې دواړو ترې پوښتنه کړې وه چې ایا د هغې پرېوان خوړلی شي که نه. هغې ګلوبل ټایمز ته ویلي: "زه نه غواړم دوی یې وخوري. دا کرکجن دی."

یوې بلې ښځې، چې هغه هم په شانګهای کې ده، دې ورځپاڼې ته ویلي، هغې روغتون ته نژدې یوه هټۍ ته شاوخوا ۷ امریکايي ډالره ورکړي وو، چې پرېوان یې پوډر کړي او په کپسولونو کې یې واچوي. هغې زیاته کړې: "دا زما د خسر لپاره و، چې روغتیا یې ښه نه ده."

یوه بله ښځه چې د چین په ختیځ کې د ژېجیانګ ولایت کې له کوره تر کوره د همدې خدمت وړاندې کول کوي، دې ورځپاڼې ته ویلي، د انلاین اعلانونو د محدودیتونو له امله یې سوداګري زیانمنه شوې، "خو اصلي غوښتنه لا هم پیاوړې ده."