تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان له روغتیايي معایناتو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو
- Author, د پاکستان لپاره خبریاله کاري ډاویس او اولویا ایرلنډ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د جمعې په سهار له هغه وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو چې د اسلاماباد په یوه روغتون کې د ډاکټرانو له لوري معاینه او ''له طبي پلوه روغ او مناسب'' وبلل شو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي چې عمران خان د متخصصو ډاکټرانو د یوې ډلې له خوا معاینه شوی، چې پکې د سترګو متخصص، د زړه متخصص او یو عمومي معالج ډاکټر شامل وو.
د پاکستان سترې محکمې د سې شنبې په ورځ امر کړی و چې عمران خان دې د ۴۸ ساعتونو دننه روغتون ته ولېږدول شي، چې ډاکټران یې روغتیايي وضعیت و ارزوي. دا پرېکړه د هغه د روغتیا په اړه له راپورته شویو اندېښنو وروسته شوې وه.
دا د ۲۰۲۳ کال له بندي کېدو راهیسې د محکمو له لوري عمران خان ته تر ټولو مهمه اسانتیا بلل کېږي. نوموړی د فساد په قضیو کې زنداني شوی، خو هغه تل ویلي چې دغه دوسیې سیاسي انګېزې لري.
روغتون ته د لېږد تر څنګ، د سترې محکمې په حکم کې راغلي وو چې عمران خان ته دې د خپلې کورنۍ د لیدو اجازه ورکړل شي، ځکه چې له څو میاشتو راهیسې یې له خپلو خپلوانو سره لیدنه نه وه کړې.
د سې شنبې په شپه د هغه خور عظمی خان په زندان کې ورسره ولیدل.
عطاءالله تارړ ویلي چې عظمی خان د پنجشنبې د شپې په اوږدو کې د طبي معایناتو په ټولو پړاوونو کې له عمران خان سره موجوده وه.
د عمران خان ګوند، پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای)، معمولاً هغه قضایي پرېکړې چې د دوی د مشر پر ضد وي، سیاسي بولي. خو تر اوسه یې په عام محضر کې د هغو اټکلونو په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکې د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه ښايي د پردې تر شا له سیاسي بدلونونو سره تړاو ولري.
د یادونې وړ ده چې د اګست پر ۱۸مه د پاکستان سترې محکمې حکم کړی و چې په اډیاله زندان کې بندي پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید په دوو ورځو کې دننه د اسلام اباد شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.
محکمې دغه راز د یوه طبي بورډ د جوړولو لارښوونه کړې وه چې پکې به د عمران خان شخصي ډاکټر، ډاکټر فیصل، او د هغه خور ډاکټره عظمیٰ خان هم شامل وي، چې د هغه طبي معاینه او درملنه وڅاري.
له دې مخکې تېره ورځ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند یوه مشر اسد قيصر پر اېکس يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ګوند مشرتابه، د عمران خان کورنۍ او د مرکزي کمېټې تر ګډو سلا مشورو وروسته پرېکړه شوې چې شفا انټرنېشنل روغتون ته د عمران خان تر لېږد وروسته به د ګوند هېڅ کارکوونکی د روغتون مخې ته نه راټولېږي.
نوموړي زياته کړې چې که هر څوک د دې لارښوونې خلاف د روغتون مخې ته د راټولېدو هڅه وکړي، هغه به د پاکستان تحريک انصاف استازی يا غړی ونه ګڼل شي او له ګوند سره به يې تړاو نه وي.
بل پلو، د پاکستان ملي اسمبلۍ غړي جنېد اکبر هم په خپل پوسټ کې ليکلي چې هغه کسان چې رښتيا هم له عمران خان سره مينه لري، بايد د هغه د درملنې په بهير کې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي او داسې کوم اقدام دې نه کوي چې د هغه د درملنې او طبي پاملرنې چارې اغېزمنې کړي.
د دغو څرګندونو موخه دا ده چې د عمران خان د درملنې لپاره ارام او مناسب چاپېريال برابر شي او روغتيايي چارې يې له کومې ستونزې پرته پر مخ ولاړې شي.
د ۷۳ کلن عمران خان وکیلانو ویلي چې هغه له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخ دی، چې د سترګو کمزوری لید هم پکې شامل دی، او تر اوسه یې د متخصصو ډاکټرانو لازمو طبي خدمتونو ته لاسرسی نه دی موندلی.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د عمران خان یوه وکیل ویلي وو چې د زندان د چارواکو د نه پاملرنې له امله د هغه په ښي سترګه کې یوازې ۱۵ سلنه لید پاتې دی، خو حکومت دغه ادعا رد کړې وه.
د سې شنبې ورځې د محکمې په حکم کې قاضیانو لیکلي:
''موږ د اساسي قانون او قانوني مسوولیت له مخې د بندیانو د ژوند، روغتیا، عزت او امنیت د خوندي کولو مکلفیت ته پوره پام لرو.''
قاضیانو زیاته کړې چې د عمران خان د روغتون د درملنې پر مهال به د سترګو یو متخصص ډاکټر هم په درملنه کې ونډه ولري.
دغه راز، قاضیانو او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند مشرانو خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړی چې د روغتون مخې ته دې نه راټولېږي، ځکه دا کار به د محکمې د حکم سرغړونه وي.
عمران خان، چې مخکې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو او له سلو په زیاتو قضیو کې له تورونو سره مخ شوی، چې د دولتي رازونو له افشا کولو نیولې تر د دولتي ډالیو د خرڅولو پورې پکې شامل دي. عمران خان تل دا تورونه رد کړي او سیاسي انګېزه یې بللې ده.
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي دواړه د تېر کال په وروستیو کې په ۱۷ کلن بند محکوم شول.
د هغه زنداني کېدو د پلویانو له لوري پراخ احتجاجونه راپارول، خو چارواکو د دغو مظاهرو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.
سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، هغه لا هم د پاکستان په سیاست کې یو اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي او د هېواد په کچه پراخ ولسي ملاتړ لري.