د طالبانو مشر د کندهار پوهنتون استادانو او محصلانو ته: "د پوهې پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ"

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت وايي، چې د دوی مشر مولوي هبتالله اخوندزاده چارشنبه (د فبرورۍ ۱۲مه) په لومړي ځل کندهار کې د پوهنتون د استادانو او محصلانو "یوه لویه غونډه کې" وینا کړې ده.
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نوموړي په خپله وینا کې د علم پر ارزښت او "د دیني او عصري زدکړو" د اهمیت په اړه خبرې او استادانو او محصلانو ته لارښوونه کړې، چې "دواړه علوم په اخلاص سره" زده کړي.
هغه ویلي، "له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، تاسو څخه زدکړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ."
نوموړی زیاته کړې "چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري... افغانستان اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده".
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت لخوا د دې غونډې په تړا خپره شوې اعلامیه او د کندهار پوهنتون اوستادانو او محصلانو ته د دوی د مشر د وینا په راخیستل شویو برخو کې د نجونو د زدکړو څه یادونه نه ده شوې.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راګرځېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبره پوهنتونو ته د نجونو تګ تر 'ثاني امره' ځنډولی دی.
دوی که څه هم وايي چې د نجونو زدکړو لپاره د "اسلامي اصولو" او "شریعت" په رڼا کې د یوه "سم چاپېریال" د رامنځته کولو هڅه کوي، خو د شاوخوا درې نیمو کلونو له تېرېدو سره سره په دې برخه کې څه پرمختګ نه دی شوی.
د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو بندیز د طالبانو حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف وړ او له هغو موضوع ګانو بلل کېږي، چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې مخ یې ډب کړې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له هغو ګوتو شمار چارواکو دی، چې په وار وار یې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له کبله د خپل مشرتابه پر پرېکړه په زغرده نیوکې کړې.
همدا راز ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم ویلي، چې د دغه بندیز د غځېدو پایلې نه شي جبرانېدلی.
د طالبانو مشر نور څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر مخکې هم د نوي ښوونیز کال او اختر په ګډون د بېلابېلو مناسبتونو په تړاو خپرو کړو پیغامونو کې د نجونو د زدکړو له موضوع په څنګ تېر شوی خو دا لومړی ځل دی چې دومره په زغرده د دیني زدکړو ترڅنګ د عصري زدکړو پر اهمیت او ارزښت خبرې کوي.
هغه ویلي، "ګورئ استادانو او محصلانو، تاسو هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري."
د طالبانو مشر مولويهبتالله اخوندزاده په افغانستان کې واک د دوی له راستنېدو راهیسې په کندهار کې اوسي، په عامو غونډو او جلسو کې ډېر نه راڅرګندونږي خو وخت ناوخت هملته د خپل حکومت له وزیرانو او نورو چارواکو سره ناستې کوي.
هغه د دغه ولایت د پوهنتون له استادانو او محصلانو سره په خپله لومړۍ لیدنه او وینا کې زیاته کړه، چې د دوی حکومت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او دا چې د لوړو زده کړو وزارت ته یې ویلي "که په هر قیمت بهرني استادان دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي؛ ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر شیخ محمد خالد حنفي څرګندونو چې عصري (دنیاوي) زدکړې یې "مباح" بللې وې، پراخ غبرګونونه راپارولي و.
د طالبانو مشر د کندهار پوهنتون له استادانو او محصلانو سره ناسته کې دا یادونه هم کړې، چې "هر فرمان یې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر" دي.






















