د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز او ګاډي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز وسله وال برید او دغه راز د پولیسو پر یوه ګاډي بمي چاودنه شوې. په دې بریدونو کې د لکي مروت سیمې پولیسو ادارې یو مشر (ډي اېس پي) په ګډون څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پاکستاني طالبان وايي، دا بریدونه دوی کړي دي. ځايي پولیس وايي، وسله والو لومړی د لکي مروت ښار پر صدر پولیس مرکز د درنو او سپکو وسلو برید وکړ او پنځه پولیس سرتېري یې ټپیان کړل.

د پولیس چارواکو په وینا د پولیسو افسر اقبال مومند له سرتېرو سره د دې برید مخنیوي لپاره پر لار و چې ګاډی یې له ځای پر ځای شوي ماین سره ټکر شو، چې له کبله یې د اقبال موند په ګډون څلور پولیس وژل شوي او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه اقبال مومند، وقار، علي مرجان او کرامت الله یاد شوي دي. د یادونې ده، چې د روان کال اوږدو کې پر پاکستاني پولیسو بریدونه زیات شوي دي.

تېره جنورۍ کې د پېښور پولیسو مرکز کې د یوه ځانمرګي برید له کبله تر اتیا ډېر کسان ووژل شول او ورپسې په فبرورۍ کې د کراچۍ ښار پولیسو پر مرکزي دفتر برید کې هم مرګژوبله واوښته.