جاپان کې زلزله؛۹۰ کلنه ښځه پنځه ورځې وروسته له کڼدوالو ژوندۍ را ایستل شوې

japan

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

جاپان کې له مرګونې زلزلې پنځه ورځې وروسته یوه ۹۰ کلنه ښځه له کنډوالو را وایستل شوه.

ژغورونکو دا عمر خوړلې ښځه په سوزو ښار کې د یوه دوه پوړیز کور تر کنډوالو لاندې وموندله.

تېرې دوشنبې پر ورځ جاپان د رښتر په کچه ۷،۵ درجې سختې زلزلې ولړځاوه.

تر دې دمه د ۱۲۰ کسانو مړینه تایید شوې او شاوخوا ۲۰۰ نور لا هم نادرکه دي.

د یومیوري شیمبون ورځپاڼې د رپوټ له مخې، کله چې مالومه شوه دوه ښځې تر کنډوالو لاندې دي، د ژغورونکو سل کسیزه ډله یې سوزو ښار ته د ژغورنې لپاره واستول شوه.

دې ورځپاڼې د سیمه ییزو پولیسو په حواله ویلي، کله چې دا ښځه له کنډوالو را وایستل شوه ښه برېښدېده خو ښکارېده چې سړې هوا وهلې ده.

japan

د عکس سرچینه، Getty Images

رپوټونه وايي، په همدغه ځای کې یوه بله ۴۰ کلنه ښځه هم له کنډوالو را ایستل شوې چې د زړه په ناروغۍ هم اخته وه.

ویل کېږي چې، د زلزلې له پېښېدو ۷۲ ساعته وروسته تر کنډوالو لاندې د ایسارو خلکو ژوندي را ایستل ډېر لږ شونې وي. دا دوه ښځې له زلزلې پنځه ورځې وروسته وژغورل شوې.

د لارو د بندېدو له امله د جاپان دفاعي ځواکونو د پېښې ځای لیري سیمو ته د مرستو رسولو لپاره هلیکوپترې کارولې.

جاپان کې د (ان اېچ کی) تلویزوین ویلي، نن یکشنبه ښايي جاپان کې د باران ورښت له امله ځپل شویو سیمو ته د مرستو رسول ټکني شي، چارواکو خبرداری ورکړی چې لږ باران هم د ځمکښوېدنې لامل کېدی شي.

دوی همدا راز راتلونکو ورځو کې د سخت باران او هوا د سړېدو خبرداری هم ورکړی دی.

japan

د عکس سرچینه، Getty Images

له زلزلې وروسته لږ تر لږه ۳۰ زره زیانمن کسان دولتي پناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د شنبې تر ورځې ایشیکاوا کې شاوخوا ۲۳ زره او ۲۰۰ کورنیو برېښنا نه لرله او له ۶۶ زره او ۴۰۰ زیاتو کورنیو اوبه بندې وې.

د ایشیکاوا والي هیروشي هاسه د ناورین د مدیریت په یوه غونډه کې ویلي، دې برخه کې "خورا سختو شرایطو" سره مخ دي.

نوموړي همدا راز خبرداری ورکړی چې، په پیپونو کې د اوبو تېرېدل ډېر وخت نیسي، ځکه چې ډېر پایپونه سړي هوا چولي دي.

د ډېرو روغتونونو او عمر خوړلو کسانو د پالنې ځایونو برېښنا هم پرې شوې.

جاپان نړۍ کې هغه هېواد دی چې ډېرې زلزلې یې لړزوي. په نوتو کې له ۲۰۲۰ کال راهیسې زلزلې ډېرې شوي، درېو ورستیو کلونو کې شاوخوا ۵۰۰ لنډو، منځنۍ او اوږدو زلزلو لړزولی دی.