جاپان زلزله؛ د ژغورنې چارې روانې دي، له مسافرو ډکې الوتکې اور اخیستی

د ویډیو تشریح، جاپان زلزله؛ د ژغورنې چارې روانې دي، له مسافرو ډکې الوتکې اور اخیستی
جاپان زلزله؛ د ژغورنې چارې روانې دي، له مسافرو ډکې الوتکې اور اخیستی
د خپرېدو وخت

د جاپان ساحلي ساتونکو یوه الوتکه کې پنځه کسان له هغه وروسته ووژل شول، چې دا الوتکه د جاپان هوايي چلن له یوې مسافر لېږدونکې الوتکې سره ټکر شوه. پېښه د توکیو په هانیدا هوايي ډګر کې رامنځته شوې. د ساحلي ساتونکو الوتکې د دوشنبې ورځې زلزله ځپلو سیمو ته مرستې لېږدولې چې له پېښې سره مخامخ شوه. تازه معلومات ښيي، چې د زلزلې له کبله تر اوسه د ۴۸ کسانو مړینه تائید شوې ده. لومړي وزیر فومیو کیشیدا خبرداری ورکړی، چې کېدای شي ځینې کسان لا هم د ورانو ودانیو تر خاورو لاندې وي، چې په وینا یې د ژغورنې لپاره یې وخت په چټکۍ سره په کمېدو دی.