تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کمپیوټري تېروتنې له ۱۰۱ کلنې بوډۍ کوچنۍ ماشومه جوړه کړې
د یوه هوایي شرکت په بوکېنګ سیسټم کې د غلطۍ له کبله د یوې ۱۰۱ کلنې ښځې نوم د ماشومې په توګه ثبت کړی دی.
دا ستونزه ځکه رامنځ ته شوه ځکه چې د امریکایي هوایي شرکتونو سیسټمونه په ښکاره ډول دا محاسبه نه شي کولی چې پاتریشیا - چې نه یې غوښتل خپل تخلص شریک کړي، د ۲۰۲۲ پرځای په ۱۹۲۲ کې زیږېدلې وه.
بي بي سي د وروستۍ تېروتنې شاهده وه، چې پاتریشیا او د الوتکې عمله دواړه یې وخندول.
هغې وویل: "دا خندونکې وه چې دوی فکر کاوه چې ګوندې زه کوچنۍ ماشومه یم خو زه بوډۍ یم!".
پاتریشیا د شیکاګو او میشیګن - مارکوېټ، ترمنځ الوتنه کوله او دغه خبریال هم په همدې الوتکه کې سفر کاوه.
له پاتریشیا سره د هغې لور کرېس هم ملګرې وه.
هغې ماته وویل: "زما لور د ټکټ لپاره آنلاین ریزرویشن وکړ او په هوایي ډګر کې کمپیوټر فکر کاوه چې زما د زیږون نېټه ۲۰۲۲ ده، نه ۱۹۲۲."
"تېر کال هم ورته پېښه وشوه او دوی هم اټکل کاوه چې زه ماشومه یم."
د پاتریشیا څوکۍ بالغ تن ته بوک شوې وه.
داسې ښکاري چې د هوایي ډګر کمپیوټري سیستم د ډېر مخکیني زیږون نیټې د پروسس کولو توان نه لري - نو دا له ۱۰۰ کلونو وروسته تاریخ ته اوښتی دی.
دا پخوانۍ نرسه، چې هر کال د کورنۍ لیدلو او له ساړه ژمي خلاصون لپاره الوتکه کې سفر کوي، وايي د دواړو پېښو پر مهال د امریکن ایرلاین کارمنان له ګډوډۍ سره سره مهربانه او مرستندویه وو.
امریکایي هوایي شرکت په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه کړې ده.
دا سل کلنه وايي غواړي دا خرابي له منځه یوړل شي؛ ځکه چې سرخوږي رامنځته کوي.
د ساري په ډول د هوایي ډګر کارمندان د ترمینل دننه هغې لپاره چمتو ټرانسپورټ نه لري ځکه دوی اټکل کوي چې دا به ماشومه وي چې لېږدول کېدای شي.
دا ځل هم پاتریشیا او د هغې لور الوتکه کې دننه انتظار باسي او تر ټولو وروسته له الوتکې راوځي؛ ځکه چې د هوایي ډګر کارمنانو ورته ویلچیر نه و چمتو کړی.
نوموړې وايي چې د اصلي عمر ثبتېدل به یې کریس هم له سرخوږي خلاصه کړي.
هغې وویل: "غواړم چې دوی کمپیوټر سم کړي ځکه چې زما بې وزله لور باید زموږ ټول سامان او جامې له یوې دروازې څخه بلې دروازې ته چې یو مایل مزل دی ولېږدوي."
راتلونکی سفر
پاتریشیا تر ۹۷ کلنۍ پورې یوازې سفر کاوه، خو له هغې راوروسته د کورنۍ غړو په مرسته تکیه کوي.
هغې وویل: "زه اوس لیدو کې ستونزه لرم نو نه غواړم دا پخپله وکړم."
خو نوموړې ډاډمنه ده چې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ستونزې به یې له سفر او الوتنو راونه ګرځوي.
هغه وايي راتلونکي مني کې بلې الوتنې ته په لېوالتیا سترګې په لاره ده.
هغه وخت به ۱۰۲ کلنه شوې وي - او ښايي تر هغه وخته به د هوايي شرکت کمپيوټرونو هم د هغې اصلي عمر ثبتولو ته حل لاره موندلې وي.