مشهور قانون پوه او پښتون سیاستوال لطیف افریدی د پېښور عالي محکمه کې وژل شوی

د خپرېدو وخت

مشهور پښتون سیاستوال او قانون پوه عبداللطیف افریدی د پېښور په عالي محکمه کې د وسله وال کس په ډزو وژل شوی دی.

ښاغلی افریدی چې ۷۹ کلن  و، لومړی سخت ټپي شوی و او وروسته یې د ژورو ټپونو له کبله روغتون ته پر لار ساه ورکړې.

د پېښور لېډي رېډېنګ روغتون چارواکي  وايي "لطیف افریدی په ډېر سخت حالت کې و."

اخوا د پېښور پولیسو ویلي "پر عبدالطیف افریدي شپږ ګولی لګیدلې او دوی سملاسي هغه کس نیولای چې یې ډزې کړې دي."

د پولیسو په وینا مشکوک بریدګر تر محکمې د وکیل په نوم ځان رسولی و.

پولیسو ویلي د ډزو له اورېدو وروسته یې سملاسي د پېښور سترې محکمې دروازې وتړلې او خپل امنیتي تدابیر یې ډېر کړي دي.

پاکستاني پولیسو پخپل لومړني بیان کې دا شخصي دښمني یاده کړې خو ویلي یې دي "دا پېښه به په هر اړخیزه توګه څېړي چې معلومه کړي چې وسله وال کس څنګه تر محکمې ورسېد."

لطیف افریدی د پېښور عالي محکمې او مدافع وکیلانو مشر په ډول هم دنده اجرا کړې.

دی د محسن دوړ په مشری د ملي جمهوري غورځنګ یو مهم مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخوانی غړی هم و.

دی په لیکوالۍ او د پښتنو لپاره په حقوقي مبارزو هم مشهور و، ګڼو خلکو د هغه له پوهې ور ها خوا هغه ته د ښه مبارز شخصیت په سترګه کتل.

د لطیف افريدي سیاسي ژوند

لطیف افریدي په ۱۹۶۸م کال کې د پوهنتون له فراغت وروسته وکالت پیل کړ او تر درېیو لسیزو یې په محکمو کې وکالت وکړ.

 له هغې وروسته په ۲۰۰۶م کال کې د عالي محکمې رسمي وکیل شو.

دی شپږ دورې د پېښور  وکیلانو ټولنې مشر و ، یو ځلې د پاکستان په کچه د وکیلانو ټولنې مرستیال او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون غړی هم پاتې شوی دی.

لطیف افریدی د قبایلي 'تيرا' سیمې اصلي اوسېدونکی و او په لومړي ځل یې سیاسي فعالیت او اړېکې له عوامي نېشنل ګوند سره پیل کړې.

ده په وړیا ډول د دوسیو پر مخ وړلو کې ځانګړی نوم درلود او پخپل ژوند یې د زرګونو مزدورانو، سیاسي کارکونکو او عام ولس دوسیې له پیسو پرته په مخ وړې دي.

د انساني حقونو د زرګونو قضیو له حل او فصل ور ها خوا په خیبر پښتونخوا کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې څومره قضیې او حقوقي دعوې  ثبت شوې وې، ده یې وکالت کړی.‌