تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوڅ ملتپال سیاستوال عطاءالله مېنګل وفات شو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
سپين ږیری بلوڅ ملتپال سیاستوال او د بلوچستان پخوانی اعلی وزیر سردار عطاءالله مېنګل د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۲ کالو په عمر وفات شوی دی.
سردار مينګل د سردار اختر جان مېنګل پلار او د بلوچستان نېشنل ګوند مشر وو.
نوموړی که څه هم ټول عمر په پارلماني سیاست کې تېر کړ، خو په وروستیو کلونو کې يې د بلوڅو د خپلواکۍ د وسلوالو ډلو ملاتړ هم کاوه.
بلوڅ سیاستوال سردار عطاءالله مېنګل له اوږدې ناروغۍ وروسته د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړې.
سردار عطاءالله مېنګل د بلوڅ ملتپال سیاستوال سردار اختر جان مینګل پلار او د بلوچستان ایالت پخوانی اعلی وزیر وو.
ښاغلی مېنګل چې د طالب عملۍ له وخته يې سیاست پیل کړی، په پاکستان کې د ملتپالو ګوندونو د اتحاد یا 'نيپ ' په مهمو سیاستوالو کې وو، چې وروسته د بلوچستان اعلی وزیر شو، خو د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو يې حکومت یواځې اووه میاشتې وروسته لغو کړ.
د سردار عطاءالله مېنګل د حکومت تر ختمېدو سملاسي وروسته په بلوچستان کې یو ځل بیا د خپلواکۍ لپاره وسلواله مبارزه پیل شوه، چې د جنرال ضیاءالحق تر واکمنۍ پورې يې دوام درلود.
نوموړی د ۹۰ مه لسیزه کې د څه وخت لپاره بریتانیې ته لاړ او په بېرته راتګ سره يې دلته د بلوچستان نېشنل ګوند په نامه د بلوڅو یو ملتپال ګوند جوړ کړ.
اوس ددغه ګوند مشر د سردار عطاءالله مینګل زوی سردار اختر جان مېنګل دی.
څو کاله وړاندې د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نوازشریف سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې سردار عطاءالله مینګل ویلي وو، چې که د پاکستان پوځ په عملي توګه له اساسي قانون سره سم ګامونه وانخلي، نو په خبره يې بلوچستان له پاکستان نه تللی دی. نوموړي ویلي و:
''د پاکستان پوځ به په عمل کې دا ثابتوي، چې دوی یواځې د پنجاب نه، بلکې د ټول پاکستان پوځ دی. نو بیا کېدلی شي، چې د بلوچستان له خلکو سره دا تماس ونیول شي او کېدلی شي، چې د بلوچستان ولس بیا د چا خبره واوري. او که چېري داسې نشي کېدلی، نو بیا زه نن بلکل برالا اعلان کوم، چې بلوچستان له تاسو سره اوسېدل نه غواړي. ''
د بلوچستان نېشنل ګوند وايي، د سردار عطاءالله مینګل د جنازې مراسم به سبا د هغه په پلرني ټاټوبي د خضدار په وډ سیمه کې ترسره کېږي او هملته به خاورو ته سپارل کېږي.