تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان 'د بلوڅانو یو بېلتونپال مشر' عبدالنبي بنګلزی کندهار کې ووژل شو
د افغانستان له کندهار رپوټونه وايي، د پاکستان بلوچستان صوبې یو بلوڅ بېلتونپال مشر عبدالنبي بنګلزی د ناپېژاندو وسلوالو برید کې ووژل شو.
د کندهار ځايي چارواکو تر دې دمه د ښاغلي بنګلزي د وژل کېدو به اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د بنګلزي مړی پرون د کندهار پولیسو میرویس حوزو ي روغتون ته لېږدولی دی.
د پاکستان بلوڅ بېلتونپالو اړوند یو شمېر ټويټري حسابونو هم د عبدالنبي بنګلزي تصویرونه خپاره کړي او دا یې د بلوڅ بېلتونپالو لپاره لویه ضایعه بللې ده.
یو شمېر بلوڅ بېلتونپالو کندهار د ځان لپاره ناخوندي سیمه بللې او له خپلو ملګرو یې غوښتي، چي باید خوندي سیمو ته ولاړ شي.
بنګلزی څوک و؟
عبدالنبي بنګلزی د بلوڅانو د خپلواکۍ پوځ (بي ايل اى) د بیلې شوې ( یو بي ای ) ډلې يو مهم قومندان و.
پاکستاني چارواکو که څه هم تر دې دمه د عبدالنبي بنګلزي د وژلو په اړه څه نه دي ویلي خو اسلام اباد پر ۲۰۱۶ کال ادعا کړې وه، چې بلوڅ بېلتونپال عبدالنبي بنګلزی یې د عملیاتو پر مهال وژلی دی.
خو هغه مهال ښاغلي بنګلزي د بي بي سي په ګډون یو شمېر رسنیو ته لېږلې وېډيو کې ويلي و "ژوندی او روغ رمټ دی ".
کندهار کې پر بلوڅانو ورته بریدونه
د ۲۰۱۹ کال د مۍ پر ۲۴ هم د کندهار عینو مېنه کې د بوګتي قبیلې د یوه مشر، شاه ولي بوګتي، کور په نښه شوی، چې شپږ ماشومان او څلور مېرمنې پکې ژوبل شوي دي.
د ۲۰۱۸ کال ډسمبر کې هم په عینو مینه کې '' د بلوڅو بېلتون پالو پر قومندان ځانمرګی برید'' وشو چې اوه کسان پکې ووژل شول.
هغه مهال ځینو سرچینو ویلي و چې د برید هدف د بلوڅو بیلتون پالو یو مشر اسلم بلوڅ و.
د ۲۰۱۸ کال کال د جون میاشتې پر ۲۳ په همدې عینو مېنه کې د بلوڅانو یوه کور کې چاودنه وشوه چې پکې
کې یو کس مړ او درې تنه ټپیان شوي وو .
د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د پاکستان حکومت د مخالفو څېرو د اوسېدلو په اړه تل له څه ویلو ډډه کړې ده.