تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رفح کې د کډوالو پر پنډغالي د اسرائيلو بريد ته د نړيوالو غبرګونونه
د غزې جنوب په رفح ښار کې د اسرائيلي پوځيانو هوايي مرګونی بريد د نړۍ يو شمېر مشرانو غندلی او له اسرائيلو يې غوښتي چې په رفح ښار بريدونه بند کړي.
دغه بريد د يکشنبې پر شپه د بېځايه شويو فلسطينيانو پر يوه ګڼ مېشته پنډغالي وشو چې په ترڅ کې يې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۴۵ تنه ووژل شول.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر رفح دغه بريد چې د ملکي کسانو د وژلو سبب شوی يوه "غمنجه پېښه" بللې ده او زياته کړې يې ده چې "له رفح ښاره موږ لا دمخه شاوخوا يو ميليون ملکي کسان ايستلي، که څه هم موږ ملکي کسانو ته د زيان اوښتو د مخنيوي هڅه کړې خو له بدمرغه دا يوه غمجنه پېښه ده."
نوموړي د پارلمان غړو ته ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
وړاندې د اسرائيلو دفاعي ځواکونو ويلي وو، په دې بريد کې يې د حماس دوه جګپوړي چارواکي وژلي او وايي هغه رپوټونه ارزوي چې د بريد په پايله کې ملکي خلکو ته زيان اوښتی دی.
اروپايي ټولنې، عربي نړۍ او ځينو نورو هېوادونو د دې بريد غنده کړې ده.
د اروپايي ټولنې غبرګون
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېپ بورېل له اسرائيلو غوښتي چې د نړيوالې جنايي محکمې د غوښتنې سره سم په رفح کې بريدونه بند کړي.
نوموړي ويلي، "دا ثابتوي چې په غزه کې هېڅ خوندي ځای نشته. او دا بریدونه سملاسي وروسته له هغه کېږي چې د عدالت نړیوالې محکمې (اسرائیلو) ته په غزه کې د ټولو پوځي فعالیتونو د بندولو امر وکړ. پایله یې دا وه چې له یوې خوا حماس د راکټونو بریدونه کوي او بله خوا د غزې په تړانګه د اسرائیلو بمباري سخته شوې. هغه ځای چې چې هېڅ سیمه یې خوندي نه ده. د کډوالو کمپ سوځول او د څلویښتو څخه د زیاتو خلکو وژل او سوځول، چې ډېری یې ماشومان دي. تصور کوای شئ چې د دې غمجنې پیښې لپاره موږ ټول په څومره ترهیدلي یوو. "
اردوغان په رفح کې د فلسطینيانو وژنه غندلې
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پر رفح د اسرائيلو پر بريد کلکه نيوکه کړې. نوموړي پر اېکس پاڼه يوه پيغام کې ويلي، "د نسل وژنې قاتلانو چې تراوسه يې زموږ له ۳۶ زرو زيات فلسطيني وروڼه او خويندې وژلي، د رفح د کډوالو په پنډغالي کې چې دوی په خپله خوندي سیمه اعلان کړې په ملکي خلکو بمباري کړې ده."
"دغه عام وژنه چې د عدالت نړيوالې محکمې له خوا د بريدنو د بندولو له غوښتنې وروسته شوې، يو ځل بيا د ترهګر دولت خونړۍ او جنايتکاره څېره په ډاګه کړه."
ښاغلي اردوغان يو ځل بيا د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو له "هېټلر او د تاریخ له نورو فرغونانو" سره مقايسه کړی او ويلي يې دي چې "دی د هغوی پېښې کوي."
ښاغلي اردوغان وړاندې هم بنيامين نتنياهو "د غزې قصاب" بللی و او څو ځله يې د هغه حکومت د جرمني د "نازيانو" له حکومت سره پرتله کړی و.
مکرون: په رفح کې د اسرائيلو عملیات بايد ودرول شي
د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون پر رفح د اسرائيلو د مرګوني بريد په غبرګون کې خپله غوسه څرګنده کړې ده.
نوموړي پر اېکس يوه پيغام کې ويلي، "دا عملیات بايد ودرول شي. فلسطيني ملکي وګړي په رفح کې هېڅ خوندي ځای نه لري."
د فرانسې ولسمشر همدا راز نړيوالو قوانينو ته د درناوي او د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
امریکا: اسرائيل بايد د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول هڅې ونه سپموي
امریکا ويلي، اسرائيل بايد د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. د دغه هېواد د ملي امنيت شورا يوه وياند ويلي، "لکه څنګه چې موږ وړاندې ويلي، اسرائيل بايد د ملکي وګړو د ساتنې لپاره له ټولو شونيو لارو چارو کار واخلي."
دغه وياند زياته کړې، "موږ په فعاله توګه د اسرائيلو له پوځ او په سیمه کې له خپلو شريکانو سره په اړيکه کې يوو، تر څو ارزونه وکړو چې څه پېښ شوي دي."
په همدې مهال د امریکا د ملي امنيت شورا وياند ټينګار کړی چې "اسرائیل حق لري حماس په نښه کړي او موږ پوهېږو چې په دغه بريد کې د حماس دوه لوړ پوړي ترهګر وژل شوي دي."
همدا ډول دغه وياند ويلي چې اسرائیل بايد د ملکي وګړو په اړه له احتياطه کار واخلي او زياته کړې يې ده چې "د رفح ښار د تېرې شپې له بريد وروسته چې لسګونه فلسطينيان په کې وژل شوي ټکان ورکوونکي انځورونه ډېر خواشينوونکي دي."
د کاناډا د بهرنيو چارو وزيره: پر رفح د اسرائيلو د بريد له کبله خواشيني يوو
د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې ملاني جولي پر رفح د اسرائیلو بريد چې لسګونه فلسطینيان په کې وژل شوي خواشيني څرګنده کړې ده.
نوموړې پر خپله اېکس پاڼه يوه پوست کې ليکلي، "موږ په رفح کې د هغو بريدونو له کبله چې ملکي وګړي په کې وژل شوي خواشيني يوو."
اغلې جولي له دې ټينګار سره چې کاناډا پر رفح د اسرائیلو د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوي ويلي، "دغه بشري کړاو بايد پای ته ورسېږي."
د کاناډا د بهرنيو چارو وزير همدا ډول د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د "هر اړخيزې او روښانه" پلټنې غوښتنه کړې
د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټام وینسلنډ پر رفح د برید په اړه د یوې "هر اړخیزې او روښانه پلټنې" غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په بیان کې ویل شوي، "زه پر اسرائیلي چارواکو غږ کوم چې د دې پېښې په اړه بشپړه او شفافه څېړنه وکړي، د هر ډول ناسمې کړنې مسوول کسان ونیسي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره سملاسي ګام پورته کړي."
سعودي په رفح کې هوايي بريدونه "د اشغالګرو په لاس د ملکي خلکو د عامه وژنې دوام" بللی
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې په تړانګه کې د ملکي وګړو په نښه کول غندلي او دا یې د "اشغالګرو ځواکونو د عامه وژنې" دوام بللی.
سعودي د نړیوالې ټولنې د سملاسي مداخلې غوښتنه کړې او د اسرائیلو کړنې یې "د ټولو نړیوالو او بشري پرېکړه لیکونو، قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه" بللې ده.
د طالبانو حکومت پر رفح د اسرائيلو بريد غندلی دی
د طالبانو حکومت په رفح کې د اسرائيلو بريدونه په کلکه غندلي دي. د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، "په رفح ښارګوټي کې د بېځايه شويو ملکيانو پر پنډغالي هوايي بريدونه چې لسګونه تنه په کې شهيدان شول، چې ډېری يې ښځې او ماشومان تشکيلوي، يو ځل بيا په کلکو ټکو غندي."
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی " يو ځل بيا پر نړيوالو سازمانونو او د سيمې موثرو اسلامي هېوادونو غږ کوي، چې د غزې ولس په تړاو خپل مسووليتونه ادا کړي او د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي."
پاکستان: رفح کې د بېځايه شويو پر پنډغالي د اسرائيلو بريد د عدالت نړيوالې محکمې له حکم ښکاره سرغړونه ده
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په رفح کې د کډوالو پر پنډغالي د اسرائيلو بريد په کلکه غندلی او دا يې د عدالت د نړيوالې محکمې له حکم ښکاره سرغړونه بللې ده.
د ياد وزارت په بيان کې راغلي، "پر هغو خلکو بريدونه چې له وړاندې د اسرائيلو د بمباريو له کبله بېځايه شوي او د کډوالو په پنډغالي کې يې پناه اخيستې، د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو له خوا د نړيوالو بشري حقونو يوه بله سرغړونه ده."
پاکستان دا هم ويلي چې "دا بريد د عدالت نړيوالې محکمې د ۲۰۲۴ کال د مې ۲۴ نېټې له پرېکړې هم په ښکاره سرغړونه ده چې اسرائیلو ته يې امر کړی چې سملاسي د نسل وژنې د کنوانسيون له مخې او د ملکي وګړو د وضعيت خرابېدو د مخنيوي لپاره په رفح کې خپل پوځي بريد ودروي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې "په رفح کې پر ملکي وګړو د اسرائیلو د نورو بریدونو په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي او د غزې د خلکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي."