چترال کې 'هوکړه' شوې چې اسماعیلي مذهبه قصابان به پر سنیانو غوښه نه پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا په چترال کې د اسماعیلي او سني عقایدو پیروانو تر منځ یوه ناندریزه هوکړه شوې، چې له مخې به د اسماعیلي عقیدې قصابان پر سنیانو غوښه هم نه پلوري او نه به هم د چترال په بازارونو کې د کاروبار په موخه د خپلو څارویو غوښه پلوري.
د دې هوکړې له مخې به هغه اسماعیلي عقیدې قصابان درې لکه روپۍ جریمه کېږي، چې پر سني مشتریانو غوښه وپلوري. د هوکړې له مخې به د دې قصابانو دکانونه تړل کېږي او په راتلونکي کې به د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.
پاکستان کې د بشري حقونو اداره هیومن رائټس کمېسون دغه هوکړه له بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې بولي.
د یاد کمېسیون مسوولینو له پاکستان حکومته غوښتي چې د ټولنې ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي او په وینا یې دا ډول بندیزونه لګول د دوی په وینا له مساوي اقتصادي فرصتونو د خلکو محرومولو په معنی دي.
بي بي سي څو ځله هڅه وکړه، د دې ناندریزې هوکړې په هکله له ځايي چارواکو غبرګون ترلاسه کړې، خو د دوی له لوري تر اوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.
د غوښې پر سر جنجال څه دی؟
په چترال کې د غوښې پېر او پلور موضوع له مخکې ناندریزه ده او په دا نژدې وروستیو کې هم په دې هکله جرګې، مرکې شوې دي. ځايي سني مذهبه مشران وايي، د مذهبي ملاحظاتو له کبله د اسماعیلي قصابانو د ذبح شویو مالونو غوښه نه اخلي.
له دې مخکې په تېره مارچ میاشت کې یوه ورته هوکړه شوې وه، چې له مخې یې د کوز چترال مرکزي بازار (ګرم چشمه) اسماعیلي قصابانو ته د دکانونو پرانیستلو اجازه ورکړل شوې وه، خو د وروستۍ هوکړې له مخې بیا پرې بندیز لګول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هوکړه کې څه ویل شوي؟
په نوې هوکړه کې ویل شوي، چې د دې له پلي کېدو سره سم به مخکینۍ ټولې هوکړې او د جرګو پرېکړې لغو شي.
په هوکړه کې ویل شوي، چې دا د چترال سیمه ییزو چارواکو، سني دیني علماوو او اسماعیلیه سیمه ییز شورا مسوولینو تائید کړې ده او ټول لوري یې د منلو مسوولیت لري.
په هوکړه کې ویل شوي، د دواړو مسلکونو پیروان قصابان به خپل دکانونو کې چاپ شوي رسیدونه ساتي، چې په چترال کې به د غوښې لېږدولو لپاره هم کارول کېږي.
د هوکړې له مخې به اسماعیلي مسلکه قصابان د چترال نورو سیمو ته هم هغه غوښه نه شي استولای، چې د دوی له حلال کړیو مالونو ترلاسه شوې وي.
په هوکړه کې دغه راز ویل شوي، چې د ګرم چشمه سیمې په مرکزي بازار کې به د هېڅ یوه مسلک کسان هم د قصاب په توګه کاروبار نه کوي، ان د حلال شویو چرګانو غوښه به هم نه پلوري، بلکې یوازې د چرګانو کنګل شوې غوښه پلورلای شي.
د هوکړې له مخې به د سیمې په قاضي بازار سیمه کې یوازې سني قصابان د کاروبار اجازه ولري، هغه اسماعیلي قصابان به هم خپل دکانونه سنيانو ته پرېږدي، چې له مخکې یې په دې سیمه کې کاروبار درلود، خو د دکان ملکیت او یا کرایې حقونه به یې پر ځای پاتې وي.
دغه راز د سیمې په یوه بل بازار کې به یوازې اسماعیلي قصابانو ته د کاروبار اجازه وي، سني قصابان به هغه دکانونه دوی ته وسپاري چې له مخکې یې هلته درلودل، خو د ملکیت حقونه به یې پر ځای پاتې وي.
په هوکړه کې دغه راز راغلي، چې د دواړو عقایدو قصابان باید خپل مشتري ته چاپ شوي رسېدونه ورکړي، چې د غوښې پلورونکی وپېژندل شي او که کوم اسماعیلي قصاب پر سني مشتریانو غوښه خرڅه کړه، جریمه به ترې اخیستله کېږي.





















