په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار پرانیستل شوی

د عکس سرچینه، MoPH
دا مرکز د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی دی.
چارواکي وايي، په بل ګام کې غواړي په افغانستان کې دننه د پولیو د وېروس د بېلو ډولونو تشخیص هم شونی شي.
د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت دا په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لومړنی لابراتوار بللی او ویلي يې دي چې له دې وړاندې د دغه وېروس تشخیص په پاکستان کې کېده.
خو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي تشخیصیه لابراتوارونو مشر ډاکټر احمد ناصر حنفي ویلي چې په بل پړاو کې غواړي په افغانستان کې دننه د دغه وېروس د بېلو ډولونو تشخیص هم شونی کړي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر هم ویلي چې دا لابراتوار ورسره مرسته کوي چې د پولیو پروګرام يې اصلاح کړي او غواړي په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه پولیو له منځه یوسي.
۴۰ کلن مجیب الرحمن چې ښوونکی دی، وايي هېڅکله یې داسې اټکل لا نه و کړی چې یوه ورځ به یې د خپلې کورنۍ کوم غړی پر دغه وېروس اخته کېږي، ځکه خپله یې "نور خلک هڅول چې د اولادونو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین وکړي."
د ښاغلي رحمن لور په ۲۰۲۳ کال کې ګوزڼ ووهله.
نوموړی زیاتوي، "کله کله به چې زموږ په کلي کې وسله وال ځواکمن شول، د ګوزڼ واکسین به پاتې شول، ښايي د همدې واکسین قضا کېدو له امله مې لور ګوزڼ وهلې وي."

د عکس سرچینه، MoPH
د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مشر ډاکټر حمید جعفري په کابل کې د دغه لابراتوار د پرانیستې مراسمو ته ویلي چې دا لابراتوار د پولیو د تشخیص او له منځه وړلو کې مهم رول لرلی شي.
دغه سازمان تېره میاشت ویلي و، سره له دې چې په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو سره دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې په کې شته.
په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ یې مخنیوي کېدای شي.
کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي د ټول عمر لپاره به معیوبه وي او ان د مرګ لامل یې هم کېدای شي.





















