بریتانیا کې د ۸۸ کسانو مړینه؛ ښايي کاناډا کې د زهرو یوه پلورونکي سره تړاو ولري

د خپرېدو وخت

بریتانیا کې په لسګونو کسان وروسته له هغې مړه شول چې کاناډا کې له یو پلورونکي څخه یې زهر ترلاسه کړي و. پلورونکی تورن دی چې خلکو سره یې مرسته کړې چې خپل ځان ووژني.

بریتانیا کې د جنایتونو ملي ادارې نشوای تائیدولای چې کیمیايي توکي مستقیما د ۸۸ کسانو د مړینې سبب شوي دي خو په سلګونو ادرسونو کې یې له خلکو سره خبرې کړې چې په هېواد کې د دې توکو رانیونکي یا پېرونکي پیداکړي.

کېنېت لا، مې مياشت په ټورنټو کې ونیول شو او تورن شو چې خلکو سره یې مرسته کړې چې خپل ځانونه ووژني. ګومان کېږی چې دغه ۵۷ کلن سړي یو شمېر وېبسایټونه چلول چې د ځان وژنې وسایل یې خرڅول.

کاناډايي چارواکي باور لري چې کېنېت لا په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې خلکو ته د پوستې له لارې ۱۲۰۰ بستې یا پارسلونه لېږلي، خو دا معلومه نه ده چې په څومره بستو کې به زهرجن توکي موجود وو.

د بي بي سي خبري څانګه د هغو زهرجنو توکو نوم نه یادوي چې ادعا کېږي کېنېت لا پلورلي دي.

د کاناډا سیمه ییزو پولیسو ویلي په اپریل دوی هغه مهال پلټنې پیل کړې چې د ټورنټو په سیمه کې ناڅاپه یو کس مړ شو.

په همدې میاشت کې بریتانیا کې د مړینو او د کېنېت لا ترمنځ ادعا شوې اړیکي د ټایمز ورځپاڼې د پټو پلټنو وروسته څرګندې شوې.

د کېنېت لا له نیول کیدو راهیسې، په ټوله بریتانیا کې پولیس پلټنې کوي او هغه کسان لټوي چې کېدای شي کاناډا کې له دغه سړي څخه یې زهري توکي رانیولي وي.

بریتانیا کې د جنایتونو ملي اداره وايي، ۲۳۲ کسان پېژندل شوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کېنېت لا څخه شیان اخیستي دي.

دا اداره واي چې ۸۸ کسان وروسته مړه شوي، خو په دې پړاو کې لا تراوسه د مړینې علت او د شیانو رانیولو او پلورونکي وېبسایټ ترمنځ اړیکي تائید شوي نه دي.

۲۲کلن ټام پارفېټ د میډن هېډ له سیمې و چې د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې یې له کېنېت لا څخه کیمیايي توکي اخیستي او خپل ځان یې وژلی و.

د هغه پلار ډېویډ پارفېټ په غوسه دي چې د ده له نظره پولیس په خپل کار کې ناکامه شوي.

ده وویل: "کورنیو ته مهمه ده چې وپوهېږي څه پېښ شول او ولې د نړۍ پولیسو د خبرداریو څرګندو نښو سره سره د دغسې کچې مړینو مخه ونشوای نیولی."

ښاغلي پارفېټ اندېښمن دی چې نور پلورونکي او ناقانونه وېبسایټونه هم شته دي چې خلک ځان وژنې ته هڅوي.

نوموړی پوښتنه کوي، "اوس سملاسي څنګه کېدای شي هغه انټرنیټي سایټونه بند شي چې زیان منونکي ځوان خلک په نښه کوي او هغو خلکو ته څنګه سزا ورکول شي چې نورو سره په ځان وژنه کې مرسته کوي او خوند ترې اخلي؟"

ښاغلي پارفېټ بي بي سي ته وویل، زوی یې د خپلې ځان وژنې په اړه پر انلاین ځینو خلکو او انلایني ټولنو سره خبرې کړې وې او ځینو ځان وژنې ته هڅولی و.

نوموړي زیاته کړه، "موږ باید ومنو چې په عصري زمانه کې، خلک کولای شي همفکره کسان پیدا کړي او ان پر ډېرو سختو ستونزو بحث وکړي. د دې ټولنو په اړه کوم قانون نشته چې تنظیم یې کړي او د ډېر ستر زیان سبب کېږي."

ښاغلي پارفېټ د پولیسو او تګلارو جوړونکو لخوا د پیاوړو اقداماتو غوښتنه وکړه چې د زهر پلورونکو کسانو مخه ونیسي، او هغو انلایني ټولنو لپاره چې زیان منونکي خلک خپل هدف ګرځوي یو قانون جوړ کړي.

کېنېت لا اوس په توقیف کې دی او په نظر کې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د محکمې پر وړاندې حاضر کړل شي.

د هېواد د جنايي قانون له مخې، د یو چا د ځان وژنې سره مرسته کول یا ورته مشوره ورکول د ۱۴ کاله بند سزا سبب کېدای شي.