پاپوا نیو ګیني کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۶۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاپوا نیو ګیني په لیرې پرتې غرنۍ سیمه کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي دي. د ملي پولیسو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، قربانیان د اونۍ رخصتیو پرمهال په انګا ولایت کې د قومي شخړې پر مهال په ډزو ووژل شول.
چارواکو د آرامۍ غوښتنه کړې او وايي دوی اټکل کوي چې د مړو شمېر ښايي لوړ شي.
دا لوړه غرنۍ سیمه له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ ده، خو داسې انګیرل کېږي چې دا وژنې په څو کلونو کې تر ټولو بدې وې.
پولیسو د پلازمینې پورټ مورسبي شمال لویدیز شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره (۳۷۳ میله) د واباګ ښارګوټي ته نژدې د پېښې ځای کې د جسدونو راټولول پیل کړي دي.
د اسټرالیا د(ABC) په وینا، د پاپوا نیو ګیني د شاهي ځواکونو سرپرست جورج کاکاس وویل، "دا تر دې دمه تر ټولو لویه [وژنه] ده چې ما په اینګا کې رامنځ ته شوې، شاید په دې ټوله غرنۍسیمه کې لومړی ځل وي."
"موږ ټول بوږنېدلي یو، موږ ټول ذهني فشار لرو. درک کول یې واقعا ګران دي."
د قومي شخړو زیاتېدل - اکثرا د ځمکې او شتمنیو د وېش په تړاو – په تېره جولای کې په انګا ولایت کې درې میاشتې د وضعیت د ترینګلتیا لامل شو ، چې په جریان کې پولیسو ګرځبندیز او د سفر محدودیتونه وضع کړل.
په وروستیو کلونو کې، د غیرقانوني وسلو ډېرېدو له کبله نښتې ډېرې وژونکې کړې او د تاوتریخوالي پېښې ورسره زیاتې شوې دي.
د ABC په وینا، والي پیټر ایپاتاس وویل داسې نښې نښانې شته چې له کمین مخکې جګړه ښايي بېرته پیل شي.
"د ولایت له نظره، موږ پوهېږو چې دا جګړه روانه ده او موږ تېره اونۍ امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې ډاډ ترلاسه کړي دوی مناسب اقدام کړی او دا پېښه بیا تکرار نه شي."
ناامني په پراخه کچه د پاپوا نیو ګیني لپاره لوی سرخوږی دی. حکومت تېره میاشت وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړ چې د لویو لاریونونو او لوټماریو له امله ۱۵ کسان ووژل شول.
استرالیا – چې د دغه هېواد یو له نژدې متحدینو څخه دی - وویل چې د وژنو خبرونه "ډېر اندېښمنوونکي" دي.
لومړي وزیر انتوني الباني د دوشنبې په ورځ په یوه راډیويي مرکه کې وویل."موږ د پام وړ ملاتړ چمتو کوو، په ځانګړې توګه په پاپوا نیو ګیني کې د پولیسو افسرانو روزنې او د امنیت لپاره".


















