روسیې پر کیېف مرګونی برید کړی

د اکراین ولسمشر زیلنسکي ویلي، برید د ۴۰۰ ډرونونو او ۱۸ توغندیو په واسطه شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، میرمنې هغې ودانۍ ته ګوري چې د روسي بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله زیانمنه شوې ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

روسیې د اوکرایین پر پلازمینه کیېف یو ځل بیا د ډرون پراخ بریدونه کړي دي. سیمه‌ییز چارواکي وايي، لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د بریددنو له امله د ښار په بیلابیلو برخو کې اورونه بل شوي دي.

د اکراین ولسمشر زیلنسکي ویلي، برید د ۴۰۰ ډرونونو او ۱۸ توغندیو په واسطه شوی دی. چارواکي وايي، د یوه ډرون ټوټې د شېوېنکېوسکي ولسوالۍ د یوې استوګنیزې ودانۍ پر بام غورځېدلې دي.

د برید انځورونه پر خواله رسنیو خپاره شوي خو بي‌بي‌سي تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي. خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د شپې په فضا کې چاودنې کېږي او د هوايي دفاع ځواکونه بریدونه تمبوي. د اوکراین پوځ د بالستیک توغندیو د برید خبرداری هم ورکړی و.

ښاروال وایي، د کیېف پودیلسکي ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز تقریبا په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اور وژونې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده

د پنجشنبې سهار وختي، د کېیف پوځي ادارې پر شپږو ولسوالیو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ.

د ادارې مشر تیمور تکاچینکو پر ټیلیګرام لیکلي: "استوګنیزې ودانۍ، وسایط، ګودامونه، دفترونه او غیر استوګنیزې ودانۍ سوځي. له بده مرغه، دوه کسان وژل شوي دي. دا کسان روسانو وژلي دي. دا یوه ډېره ستره ضایعه ده."

ښاروال وایي، د کیېف پودیلسکي ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز تقریبا په بشپړ ډول له منځه تللی دی. ښاریانو ته سپارښتنه شوې چې تر هغه پورې دې پناه ځایونو ته ولاړ شي څو چې خطر پای ته نه وي رسېدلی. کله چې خپلو کورونو ته راګرځي، کړکۍ دې وتړي ځکه په ښار کې لوګي دي.

اوکرایني هوايي ځواک راپور ورکړی، بیګا په څو سیمو کې د روسي ډرون بریدونو خطر و خو لا نه ده معلومه چې له کیېف پرته پر نورو سیمو هم بریدونه شوي. د روسیې پوځ تر دې دمه د دغو تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

نور پرمختګونه

• د اوکراین د بېړني حالت ادارې (DSNS) د چهارشنبې ناوخته وویل، د ختیځ اوکراین په کوسټیانټینفکا ښار کې د روسي هوايي برید له امله درې کسان وژل شوي. دا ښار د جګړې له کرښې سره نږدې دی.

• د رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په شپه راپور ورکړ چې متحده ایالاتو بېرته د وسلو لیږل او مرسته پیل کړه.

دا پرمختګونه وروسته له هغه کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه مایوسي څرګنده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل: "که رښتیا ووایم، پوتین موږ ته ډېر دروغ وایي. دی تل له موږ سره ښه چلند کوي خو دا هېڅ مانا نه لري."

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، ماسکو د ټرمپ د خبرو په اړه نسبتا ارام دی خو ټرمپ عموما سخته ژبه کاروي.

ډونلډ ټرمپ یو وخت ویلي وو، د اوکراین جګړه په یوه ورځ کې پای ته رسولی شي. دواړه مشران دوامداره له یو او بل سره اړیکې هم لري خو تر اوسه دغه اړیکو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي څه نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ له جنورۍ راهیسې پر روسیې د بندیزونو ګواښونه کوي خو تر اوسه یې پرې بندیزنه نه دي لګولي.

تمه ده، د پنجشنبې ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مالیزیا په یوه سرمشریزه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین برید پیل کړی و.