سعودي کې د اوښانو لپاره ځانګړي پاسپورټونه

د ویډیو تشریح، سعودي کې د اوښانو لپاره ځانګړي پاسپورټونه
سعودي کې د اوښانو لپاره ځانګړي پاسپورټونه
د خپرېدو وخت

سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ لیدلوري کې باید اوښان هم وي. د اوښ پاسپورټ ته زرغون رنګ غوره شوی، چې 'د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت' نښه او نوم هم پرې کښل شوی دی.

او پاسپورټ ته (د اوښ پاسپورټ) نوم ورکړل شوی.

د نورو عادي پاسپورټونو په‌ څېر د اوښ پاسپورټ کې هم د پاسپورټ شمېره، د اوښ نوم، د زیږېدو نېټه، خېل یې، جنسیت او رنګ مشخص شوي. همداشان د اوښ یا اوښې له ښۍ او کېڼې خواوو اخیستل شوي انځورونه، د حیواني ډاکټر له لوري د واکسین تایید او ټاپه هم ‌پرې لګول کېږي چې د وزارت په وینا، د اوښ هویت پکې لا ښه تشریح شوی دی.