په افغانستان کې له شپږم ټولګي فارغېدونکې نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
په افغانستان کې له شپږم ټولګي فارغېدونکې نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
د خپرېدو وخت
د افغانستان په ښوونځيو کې څه موده وړاندې کلنۍ ازموینې واخیستل شوې. له دې سره هغه نجونې هم فارغې شوې چې سږ کال په شپږم ټولګي کې وې.
دوی ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي چې تر دې پورته زدکړې وکړي. د همدې له کبله دغه نجونې له یو نامعلوم برخلیک او راتلونکي سره مخ دي. بيبيسي له همداسې ځينو زده کوونکو نجونو سره خبرې کړې دي.



