د ترکیې ایران پر پوله ژغورل شوی افغان ماشوم
د ترکیې ایران پر پوله ژغورل شوی افغان ماشوم
د خپرېدو وخت
بي بي سي له هغه ۱۳ کلن ماشوم سره خبرې کړي چې دې وروستیو کې د ایران ترکیې پر پوله ټپي حالت کې لارویانو وژغوره. هغه په سختو واورو کې یوازې سر بند پاتې او له مزله پرېوتی و.
عاصم چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، اوس یې د هرات ولایتي روغتون کې درملنه کېږي.
بي بي سي د هرات روغتون کې نور داسې کم عمره ځوانان هم لیدلي چې د واورو ساړه کې له ژوبلېدو او ژغورل کېدو وروسته یې درملنه کېږي.
دوی وايي، پر ناقانونه لارو تګ د ژوند پر بیه دی. 'د پوله ساتو ځواکونو مرمۍ، واورینې لارې او سمندري پېښې د ډېرو د مړینې او ژوبلېدا لامل کېږي.' انساني قاچاقچیان ډېرو پېښو کې پر سخت چلند او بې غورۍ تورنېږي.



