زېلېنسکي: که روسیه خپل ځواکونه وباسي همدا سبا ورسره سوله کوم

د ویډیو تشریح، زېلېنسکي: که روسیه خپل ځواکونو وباسي همدا سبا ورسره سوله کوم
زېلېنسکي: که روسیه خپل ځواکونه وباسي همدا سبا ورسره سوله کوم
د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وایي که مسکو خپل سرتېري د دوی له خاورې وباسي، پر سبا به یې ورسره د سولې خبرو ته کیني.

خو نوموړ زیاتوي، روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین جګړه پای ته نه رسوي، نو اړینه ده چې مخه یې ونیول شي.

د اوکرایین ولسمشر دا څرګندوني په سویزرلنډ کې د نږدې ۹۰ هېوادونو د پلاوو په یوه غونډه کې کړې.

دا ناسته دې لپاره شوې وه چې په اوکرایین کې ممکنه سولې لپاره پر وړاندیزونو خبرې وشي او د دغه هېواد ځمکني بشپړتیا ته ژمنتیا وښودل شي.

خو د هند په څېر ځینو هېوادونو چې له روسیې سره ښې اړیکې لري، د دې غونډې وروستۍ اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.